د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې ځینې ډاکټران له یو‌شمېر درملتونونو سره په همغږۍ شفري نسخې لیکي چې له ځانګړو درملتونونو پرته یې څوک نشي لوستلی.

د کابل ښار اوسېدونکې عاقلې سلام‌وطندار ته ویلي، ډيری وخت د ډاکټرانو له‌خو د درملو داسې نسخه ورته لیکل شوي چې یوازې په یوه ځانګړي درملتون کې یې درمل موندل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «ډيری ډاکټران دا کار کوي، نسخه داسې لیکي چې بل څوک ورباندې پوه نشي یا مشخص لیکل کوي، لکه شفر لیکي، زه هم هر وخت له دې ستونزې سره مخ شوې یم. حکومت یې باید مخه ونیسي.»

په ورته مهال د کابل ښار د اوسېدونکو په وینا، د ځینو ډاکټرانو د لوړو فیسونو ترڅنګ، ناروغانو ته داسې درمل لیکلي چې بیه یې لوړه وي او د نوموړي له درملتون پرته بل ځای نه پیدا کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکی انجینیر ستوری وايي: «زه هم دغسې مسایلو سره ډېر مخ شوی یم. اول یې فیس دی، بیا معاینات دي، بل دوی له درملتونونو سره قراردادونه لري، درمل یې قیمته وي، ته اړ یې چې همالته یې واخلې، بل ځای نه پیدا کېږي.»

په همدې حال کې د خوړو او درملو ادارې چارواکي دا ستونزه تاییدوي او وايي چې په دې اړه به اقدامات کوي.

د خوړو او درملو ملي ادارې رییس عبدالباري عمر: «هو بلکل دغه ستونزه په ټول افغانستان کې شته چې ډاکټران شفري نسخې لیکي. موږ یې تاییدوو، ځینې ډاکټران عام برانډونه درمل نه راوړي، داسې درمل راوړي چې هغه په یو ولایت پورې تړاو لري. بیا یې قیمته پلوري، موږ که عاملین ونیول عدلي او قضايي ارګانونو ته یې سپارو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې لاهم د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک د درملو له کمښت څخه شکایت کوی، خو د دغې ادارې چارواکي ډاډ ورکوي چې دوی دا مهال په ټول هېواد کې کافي اندازه درمل لري او په وینا یې، یوه اندازه یې په کور دننه او پاتې یې له بهر څخه واریدېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام