Asset 1SWN

د غور ځینو ولسوالیو کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت د خلکو او مسوولانو شکایت

تصویر

د غور د ځینو ولسوالیو او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي او مسوولان دغه ولایت کې د جراحۍ او ښځینه ډاکټرانو نه‌شتون څخه شکایت کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې ډېری وخت خپل ناروغان د درملنې لپاره فیروزکوه ښار او یا نورو ولایتونو ته د درملنې لپاره لېږدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور اوسېدونکي ټینګار کوي چې د جراحۍ او ښځینه ډاکټرانو نه‌شتون او د روغتیايي مرکزونو لرې‌والي، خلک په ځانګړې توګه ښځې ګڼو ستونزو سره مخ کړي او ځینې وخت ان د دې لامل کېږي چې یوشمېر ناروغان روغتونونو ته د لېږد پر مهال په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د غور د پسابند ولسوالي اوسېدونکي حفیظ‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «د ډاکټر نشتون له امله مو ناروغان تیورې ولسوالي ته لېږدوو یا لاره کې مړ کېږي، یا د غور مرکز ته نه لېږدول کېږي او د لارې اږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دې کلینیک کې مسلکي او متخصص ډاکټران نشته. د یوې ولسوالي مرکز باید ښه روغتون ولري او مجهز وي، موږ ډېرو ستونزو سره مخ یوو.»

د غور اوسېدونکي محلي مسوولانو او د روغتیا برخې همکاره بنسټونو څخه غواړي چې هرڅه ژر دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي، څو خلک د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته سفر ونه کړي.

له دې سره د غور د یوشمېر ولسوالیو مسوولان او ډاکټران هم د جراحۍ او ښځینه ډاکټرانو کمښت او د درملنې کمزوري خدمتونه د خلکو اساسي ستونزې بولي او دې موضوع ته د جدي پام غوښتنه کوي.

د پسابند ولسوالي د کلینیک مسوول قاسم حقیقي وویل: «ناروغان زیات دي، که یو جراح او ښځینه ډاکټره راشي، ستونزه به په اساسي توګه حل شي.»

په ورته مهال د دغه ولایت د دولینې ولسوالي کلینیک کې قابله عابده فایز وايي چې دغه کلینیک امبولانس لري او ډېری ناروغان یې له لرو پرتو سیمو دغه روغتیايي مرکز ته ورځي. نوموړې وویل: «ځینې ناروغان له لرو ځایونو راځي او موټر نه‌لري، امبولانس نشته چې هره ورځ دوی پسې لاړ شي.»

په ورته وخت کې د غور ځینې محلي مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې روغتیايي مرکزونه د درملو کمښت سره مخ دي او یوشمېر یې ودانۍ نه‌لري.

د غور د پسابند ولسوال خیرالله خیرخواه وویل: «ډېری کلینیکونه ودانۍ او کافي درمل نه‌لري، متخصص ډاکټران هم نشته. یوازې دوه قابلې دي چې دوی هم د خلکو ستونزو ته رسېدنه نه‌شي کولای. له محلي ادارې مو غوښتنه ده چې پسابند ولسوالي ستونزو ته جدي پام وکړي.»

د غور د عامې روغتیا ریاست مسوولان د دغه ولایت ډېری روغتیايي مرکزونو کې د جراحۍ او ښځینه ډاکټرانو نه‌شتون تاییدوي، خو وايي، هڅه کوي چې روغتیايي مرکزونو کې د ډاکټرانو کمښت ستونزه حل او مسلکي ډاکټران جذب کړي.

د غور د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالاحمد نوري سلام‌وطندار ته وویل: «د غور د عامې روغتیا ریاست وزارت ته د څو کلینیکونو د ارتقا وړاندیز کړی چې له نېکه‌مرغه د دولینې، پسابند او مرغاب ولسوالیو مرکزونه چې «سي‌اېچ‌سي» و «سي‌اېچ‌سي‌ پلس» ته یې ارتقا وکړه چې د جراحي خدمتونه به په‌کې پیل شي. ښځینه ډاکټرانو ستونزه تر هغو چې د وزارت له لوري د اګزېټ اګزام وانخیستل شي، دغه ستونزه به پر ځای وي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غور د عامې روغتیا ریاست د مسوولانو د معلوماتو له مخې، دامهال د ولایت په کچه ولایتي روغتون کې دوه ښځینه ډاکټرانې حضور لري چې نه‌شي کولای ټولو ښځینه ناروغانو ته رسېدنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام