د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د وروستيو واورو ورېدو له امله د دغو ولسوالیو ډېرى لارې د خلکو پر مخ تړل شوې او نه شي کولى خپل ناروغان د ولسوالۍ مرکز او ګاونډيو ولايتونو لکه دایکندي او بامیان ته  ورسوي.

دوی د اسلامي امارت له مسوولانو څخه غواړي چې د بندو لارو د خلاصولو لپاره جدي اقدام وکړي څو د دوی ناروغان په سم وخت کې روغتون ته ورسول شي.

په غور کې د اسلامي امارت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د تړل شویو لارو د خلاصولو په موخه هڅې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غور په ځینو سیمو کې وروستیو واورو او توپانونه د دې لامل شوي چې دوی ونه شي کړای، خپل ناروغان ولسوالیو او د نږدې ولایتونو روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.

د غور د لعل او سرجنګل ولسوالیو د لیرې پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکو سلام وطندار ته وویل، که چېرې تړل شوې لارې بېرته خلاصې نه شي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېری ناروغان به مړه شی.

د لعل او سرجنګل ولسوالیو د سنګ تخت کلي اوسیدوونکی محمدحسن او د تلخک د کلي اوسیدوونکی نوروز علي: «سړک نه پاکېږي، د سنګ تخت مسافران بند پاتې دي زموږ ناروغ لعل ته نه رسېږي، دا زموږ ستونزه ده. »

“موږ په همدې تلخک سیمه کې بند پاتې یوو، له تلخک څخه تر کرمان پورې اوږده لاره ده، شاوخوا څلوېښت کیلومتره ده او په دې فاصله کې دومره واوره ده، چې موټر پرې تګ راتګ نه شي کولای.”

دوی وایي چې لسګونه مسافر وړونکي موټرونه چې ښځې او ماشومان په کې دي له دايکندي او باميانو ولايتونو څخه د غور سرحداتو ته رسېدلي او په واورو کې بند پاتې دي چې د بند پاتې شویو مسافرینو وضعیت د اندېښنې وړ ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور د ټول ګټو رییس حبیب‌الرحمان وایي، د لعل او سرجنګل ولسواليو تړل شويو سيمو ته يې د واورو پاکولو ټيمونه استولي او تړل شوې لارې به ډېر ژر بېرته پرانيستل شي.

د غور ولايت لعل او سرجنګل ولسوالۍ د دغه ولايت له مرکز څخه شاوخوا ۱۵۰ کیلو مټره واټن لري. د غور دا دوه ولسوالۍ د دغه ولایت سړې او په واورو پوښلې سیمې ګڼل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام