Asset 1SWN

بدخشان کې واورې ښویېدنې ۱۴ کسان مړه کړي

images-4-1-p3q88zck9g7emb9vedighzj78gipo025fhb7vk80bw

د بدخشان محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د واورې ښویېدنې له کبله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان د والي ویاند نېک‌محمد نظري وايي، دا پېښه نن ماسپښین د راغستان ولسوالي په زرنداب سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا، په یاده پېښه کې د سیمې ۱۴ اوسېدونکي چې د زرو پر مینځلو بوخت وو، مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی احمدجاوېد راغي وايي، یاد کسان د زرو مینځلو په یوه کارخونه کې پر کار بوخت وو چې له واورې ښویېدنې سره مخامخ شوي دي.

هغه زیاتوي چې ټول قربانیان د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالي د حوض شاه سیمې اوسېدونکي دي.

د بدخشان د والي ویاند وايي، هغه سیمه چې دا پېښه په‌کې شوې، د طالبانو په لاس کې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام