له پرون شپې راهیسې سختې واورې او توپان د غور، بامیان او دایکندي ولایتونو د ولسوالیو لویې لارې د خلکو او مسافرو پر مخ تړلې دي. د بایند پر لاره  چې د غور له شپږو لوېدیځې ولسوالۍ سره نښلوي بند پاتې یو شمېر مسافر وايي، د تېرې شپې د سختې واورې او توپان له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون تر ۴۰ ډېر مسافر په دغه لاره بند پاتې دي چې په دېر بد وضعیت کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغوی خبرداری ورکوي که مسوولان د لارې د خلاصولو او د هغوی د ژغورنې لپاره اقدام ونه کړي دوی به له منځه ولاړ شي.

د دې لارې یو تن مسافر محمد برهان وايي: «موټرونه په بند بایند کې بند پاتې دي. د تګ امکان نشته، ښځې او ماشومان ډېر دي. موږ له چارواکو غوښتنه کوو چې یو کار وکړي، که نه نو ټول به مړه شي.”

د دې لارې د مسافر وړونکو موټرو یو چلوونکی محمد انور هم وايي:«له تېرې شپې څخه تر سهاره دلته څو موټر ولاړ وو، موږ له تندې، لوږې څخه په تنګ یوو اوس واوره او باد هم ډېر دی، لاره مو ورکه کړې، نه پوهېږو چې په کومه لاره لار شو.”

د غور د فواید عامې رییس حبیب‌الرحمن وايي، د سیمې د پاکولو لپاره یې ټیمونه استولي او د مسافرو د خلاصون او ژغورنې لپاره جدي هڅې روانې دي.

د بامیان او دایکنډي ولایتونو د فواید عامې ریاستونو مسوولان هم سلام‌وطندار ته وویل، چې د تېرې شپې سختې واورې او توپانونو له امله د دواړو ولایتونو ډېری لارې د خلکو پر مخ تړلې دي. دوی له خلکو غواړي، تر هغه چې توپان نه وي درېدلي او لارې نه وي پاکې شوې پر دې لارو دې تګ او راتګ نه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره وویل چې د  جدي په ١٣مه او ١٤مه نېټه د سالنګونو په ګډون په ٣٢ ولايتونو کې د واورو او نسبتاً زياتو بارانونو د ورېدو امکان شته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام