کابل کې د تېرې شپې لږ واورې په د دغه ښار یوشمېر اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړل.

د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي وایي، د سړکونو د بندېدو او پرې د یخ له کبله د لیني موټرو له کمښت سره مخ شوي دي.

کابل ښاریان ښاروالي په خپلو کارونو کې پر ناغېړۍ تورنوي او وایي، که څه هم واوره دومره نه وه چې د سړکونو د بندېدو او ټرافیکي ستونزو لامل دې شي، خو بیا هم د دغې ادارې له لوري د سړکونو پاکولو په موخه هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.

د کابل د اوسېدونکو په وینا، د پلازمېنې ډېری سړکونه او لارې یخ پوښلي او موټرو نه‌ شوای کولای په سمه توګه تګ‌راتګ پرې وکړي.

دوی وایي، د سړکونو یخ د دې لامل شوی چې موټر یو له بل سره ټکر وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکي خالد او محمدقسیم وايي، پر خپل وخت دندې ته نه دي رسېدلي او کابل ښاروالي باید د دا ډول ستونزو د مخنیوي لپاره پر سړکونو خاوره یا رېګ وشیندي.

د دوی په وینا، د سړکونو یخوالي له کبله ګڼې ټرافیکي پېښې شوي او ټول ښاریان یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي وو.

د کابل ښار اوسېدونکي وایي، که څه هم کابل ښاروالي ښاریانو ته د ښو چوپړتیاوو د وړاندې کولو دنده لري، خو نن سهار ښاریان خپله د ټرافیکي ستونزو د هواري لپاره لاس په‌ کار شوي وو او سړکونه یې پاک کړل.

خو د کابل ښاروالي ویانده سمیرا رسا وايي، د دغې ښاروالي کارکوونکو نن سهار وختي هغو سړکونو ته وتلي او هغه یې پاک کړل چې د موټرو ګڼه ګوڼه په‌کې ډېره وه یا یخ وهلي وو.

که څه هم چارواکي تل د ژمي موسم له را رسېدو سره سم د اقداماتو او تدابیرو خبر ورکوي، خو ډېری وخت د خپلو کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راځي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام