نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د تخار د مرکز تالقان ښار او د دغه ولایت د یوشمېر ناحیو د اوسېدونکو کورونه تیاره دي. د تخار د رسنیو مرکز په دې موده کې د برښنا نه موجودیت له کبله له نشراتو غورځېدلی او ډېری کورنۍ هم په تیاره کې ناستې دي.

د تخار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د کندوز د اقتاش ولسوالي اوسېدونکو د دغه ولایت د برښنا مزي چې له دې ولسوالي تېرېږي، ځکه پرې کړي چې د یاد ولایت محلي ادارې ورته برښنا نه ده ورکړې.

د تخار د خبریالانو اتحادیې رییس شفیق پویا سلام‌وطندار ته ویلي چې د کندوز د اقتاش ولسوالي لپاره د برښنا رسولو مسوولیت د دغه ولایت د ولایتي ادارې دی او د تخار د برښنا پرې کول د دغه ولایت له اوسېدونکو سره توپیري چلن دی. د نوموړي په وینا، له یوې اوونۍ راهیسې د تخار د اوسېدونکو کورونه تیاره دي او محلي رسنۍ د برښنا نه موجودیت له کبله نشرات نه شي کولای.

د تخار یو مدني فعال فېروز احمدي وايي، دا ستونزه د قومي مشرانو په منځګړتوب نه حل کېږي او د کندوز ولایتي اداره باید د اقتاش ولسوالي د اوسېدونکو ځواب ووايي.

د تخار د برښنا رییس حبیب‌الله پویا د دغه ولایت د برښنا پرې کېدو د تایید تر څنګ وايي، که څه هم د اقتاش ولسوالي له اوسېدونکو سره یې لیدلي او هڅه یې کړې چې دا ستونزې حل کړي، خو په وینا یې، تر اوسه پر خپل ځای ده او د دې ولسوالي اوسېدونکي برښنا غواړي.

بله‌خوا یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وايي چې د تخار د برښنا پرې کېدل په اقتاش ولسوالي کې له طالبانو سره په همغږي شوي دي.

په وروستیو درېوو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې د کندوز په اقتاش ولسوالي کې تخار ته د برښنا غځېدلي مزي پرې کېږي او د دواړو ولایتونو ادارو تر اوسه د دې ستونزې لپاره حل‌لاره نه ده موندلې.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام