Asset 1SWN

ننګرهار کې اورښتونه؛ پنځه کسان مړه شوي او ۱۶زره جریبه ځمکه له‌منځه تللې

۱۲۲۱۲۱۲۲۱۲۲۱۲۱۲۲۲۲

ننګرهار کې د تېرو څو ورځو سختو بارانونو او له امله یې راوتلو  سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول اجمل سبحاني وایي، دغه ولایت کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۶۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه چې په‌کې د غنمو، سبزیجانو او هندواڼو فصلونه شاملېږي، له‌منځه تللې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ده وویل، اورښتونو کې ۱۱۳۵ څاروي له‌منځه تللي او ۲۶۰۰ مېوه‌لرونکي او بې‌مېوې ونې هم سېلابونو وړې دي.

هغه وویل: «ننګرهار کې د اورښتونو له امله ۱۶۵۲۵جریبه کرنیزه ځمکه له‌منځه تللې چې په‌کې ولاړ فصلونه غنم، سبزیجات، کچالو او هندوانې شامل دي. همدارنګه لسګونه سربندونه او ویالې په بشپړ ډول تخریب شوي.»

تر ټولو ډېر زیانونه په بټي‌کوټ، خوږیاڼیو او کوټ ولسوالیو او د جلال‌اباد ښار په څو ناحیو کې اوښتي دي. ورته مهال یوشمېر بزګران هم وایي، د اورښتونو او سېلابونو له امله یې لسګونه جريبه رسېدلي فصلونه له‌منځه تللي دي. دوی له مسوولانو د مرستو غوښتنه کوي.

د ننګرهار د کوټ ولسوالي اوسېدونکي عبدالمجید وویل: «بېګانی سېلاب چې راغی لس- دولس جريبه ځمکه يې زمونږ وړې، موږ لپاره يو استنادي ديوال جوړ شي. دستي لپاره دې موږ لپاره يو سکواټور راولېږل شي چې په‌دې منځ‌کې يو جر ووهل، څو د اوبو مخه خلاصه شي، تاسې ګورئ دغه کورونه اوس دستي خطر سره مخ دي.»

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، دغه ولایت کې د تېرو درېوو ورځو اورښتونو او سېلابونو له امله پنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ ټپیان شوي. ده وویل، اورښتونو او سېلابونو کې تر ۸۰۰ کورونو هم په بشړه او قِسمي ډول له‌منځه تللي.

هغه وویل: «تېرو دوو-درې ورځو کې  په جلال‌اباد ښار او ولسوالیو کې خلکوته ډېر زیانونه اوښتي چې په هغه کې ۵ نفره شهیدان او لس ټپیان شوی او همدارنګه  اته سوو په شاوخوا کورونو چاردیوالي او کوټې نړیدلي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د مسوولانو په وینا، د دولت له لوري په ټولو زیانمن شویو سیمو کې سروې پیل شوې چې ډیر ژر به ورسره لازمې مرستې وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام