Asset 1SWN

پنجشېر کې ۶۹۳ قیراط «زمرد» په څه باندې ۲۰۰زره  ډالرو وپلورل شول

e604007d-9ca2-4f92-9177-d7a027399e74

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري وايي چې دغه ولایت کې د زمردو د پلور په ۱۷م پړاو کې ۶۹۳ قیراط زمرد په ۲۰۴زره او ۹۰۰ ډالره پر ملي سوداګرو پلورل شوې دي.

د نوموړي په وینا، د زمردو د پلور دې بولۍ کې څه باندې ۱۰۰ ملي او دوو «پاکستاني او هندي» سوداګرو هم ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون هم وايي، دغه ولایت ته ورغلي هندي سوداګر ورته ویلي چې د افغانستان د قیمتو ډبرو په ځانګړې توګه «مرمر» ته اړتیا لري او په وینا یې، غواړي افغانستان ته برښنايي موټر وارد کړي.

لټون ټینګار کړی چې د «نګر» په نوم دغه هندي سوداګر ورسره ژمنه کړې چې هند کې به سوداګر او شرکتونه وهڅوي، څو افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یاد هندی سوداګر په افریقا او اروپا کې سوداګري لري او د هندي میلیاردر امباني له کورنۍ سره نږدې اړیکې لري. هغه ډاډ ورکړ چې د امباني شرکتونو مسوولان به هم دې ته وهڅوي چې افغانستان کې د پانګونې لپاره راودانګي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام