د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون نن دوشنبه سلواغې ۳۰مه سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت د حصهاول ولسوالي د خنچ په «دره مُکُني» او نورو سیمو کې د واورې ښوویېدو له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی.
د نوموړي په وینا، د یادو کسانو له ډلې یې یو کان کېندونکی او دوه یې د یادې سیمې اوسېدونکې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د پنجشېر حصهاول ولسوالي کې یوې سرچینې سلاموطندار ته تایید کړې چې د زمردو کان درې کارګر د واورې ښوویېدو له امله ایسار پاتې وو چې دوو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل یې د سیمې اوسېدونکو له لوري ژغورل شوی دی.
په ورته مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق رسنیو ته په استولي یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې پنجشېر کې د واورې ښوویېدو له امله پنځه کان کېدونکي ورک دي چې د لټون هڅې یې روانې دي.
نوموړي په دې ویډیويي پیغام کې همداراز زیاته کړه چې د هېواد په نورو سیمو کې هم د واورې او باران ورېدو له کبله لویې لارې تړل شوي دي.