کندهار کې د تصویر او ویډیو پر اخیستو بندیز لګېدلی

د کندهار د والي ویاند محمود اعزام سلام‌‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدشېرین اخوند د یک‌شنبې په ورځ د کندهار ملکي او نظامي ادارو ته یو مکتوب لېږلی چې پر بنسټ یې باید د «ژوندیو» موجوداتو له تصویر او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وکړي. هغه وايي چې یاد حکم عامو وګړو لپاره نه‌دی.

نورستان کې غر ښوویېدنه؛ تراوسه پنځه کسان مړه او څه باندې ۲۰ لادرکه دي

د نورستان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت د نورګرام ولسوالي «تتین‌دره» کې د غر ښوویېدنې له امله پنځه کسان مړه او څه باندې ۲۵ لادرکه دي.

د نورستان د اطلاعاتو فرهنګ رییس سمع‌الحق حق‌بیان سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲بجې د اورښتونو له امله غره څخه د کلي پر لور تیږې ښوویېدلي چې پرمهال یې ۲۵کورونه له‌منځه تللي دي.

درانه اورښتونه؛ د غزني او بدخشان د ولسوالیو لویې لارې تړل شوي

د بدخشان او غزني ولایتونو محلي مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې په یادو ولایتونو کې د سختو اورښتونو له امله د یو‌شمېر ولسوالیو لویې لارې تړل شوي دي.

د یادو ولایتونو د ځینو ولسوالیو لویې لارې پرانېستل شوي، خو ځینې نورې یې بیا د اورښتونو له امله لاهم تړلې پاتې دي.

پنجشېر کې د واورې ښوویېدو له امله دوه کسان مړه شوي

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون نن دوشنبه سلواغې ۳۰مه سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت د حصه‌اول ولسوالي د خنچ په «دره مُکُني» او نورو سیمو کې د واورې ښوویېدو له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی.

د نوموړي په وینا، د یادو کسانو له ډلې یې یو کان کېندونکی او دوه یې د یادې سیمې اوسېدونکې دي.

د میوند اوسېدونکي: یادې ولسوالي کې دې د هرات-کابل سړک برخه ورغول شي

د کندهار میوند ولسوالي اوسېدونکي او هټۍ‌وال په دغه ولسوالي کې د هرات-کابل غځول شوي سړک برخې د جوړېدو غوښتنه کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد سړک د پراخېدو او جوړېدو لپاره دې ولسوالي کې د خلکو هټۍ هم نړول شوې وې، خو په وینا یې، سړک تراوسه نه‌دی رغول شوی.

 لیکوال او شاعر عبدالله ستوری د ۴۹ کلونو په عمر ومړ

نوموتی شاعر او لیکوال عبدالله ستوری نن «دوشنبه، سلواغې ۳۰مه» کندهار کې د زړه حملې له امله مړ شوی دی.

ستوری د کندهار په ادبي ډګر کي ډېره فعاله او پېژندل شوې څېره وه چې د خپل ادبي فعالیت او خدمت په ترڅ کي يې ۲۱ ځله  جایزې او ستاینلیکونه هم  ترلاسه کړي وو.

د روزګان اوسېدونکي: د واکسین نه‌تطبیق به مو ماشومان پر ګوزڼ اخته کړي

د روزګان د لروپرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي وايي چی ځینې وختونه یادو سیمو ته د پولیو واکسیناتوران نه‌ورځي چې له امله یې ماشومان د ګوزڼ یا پولیو پر وړاندې له واکسین پاتې کېږي.

دوی اندېښنه ښيي، که سیمو کې یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پلی نه‌شي، ماشومان به یې پر ګوزڼ ناروغي اخته شي.

د هلمند موسی‌کلا کې د درېوو ورځو پرمهال ۶۸روغتیایي مرکزونه تړل شوي

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دې ولایت موسی‌کلا ولسوالي کې د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو او څارنې ټیم له لوري د درې ورځو پرمهال د یادې ولسوالي د دولتي روغتون په ګډون ۶۸ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.