Asset 1SWN

کندهار کې د تصویر او ویډیو پر اخیستو بندیز لګېدلی

kandahar

د کندهار د والي ویاند محمود اعزام سلام‌‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدشېرین اخوند د یک‌شنبې په ورځ د کندهار ملکي او نظامي ادارو ته یو مکتوب لېږلی چې پر بنسټ یې باید د «ژوندیو» موجوداتو له تصویر او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وکړي. هغه وايي چې یاد حکم عامو وګړو لپاره نه‌دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «د کندهار ولایت مقام د دغه ولایت ټولو مسوولانو او ادارو ته لارښوونه کړې چې په راتلونکي کې د ژوندیو موجوداتو له تصویر او ویډیو اخیستو څخه ډډه وکړي؛ ځکه دغه کار له ګټې نه ډېر زیان لري.»

په ورته وخت کې د افغانستان د خبريالانو اتحاديې مسوولان په کندهار کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر او ویډیو پر اخيستو لګېدلي بنديز اندېښمن کړي او ویلي یې دي چې دغه کار به خبريالانو ته په سرخوږي بدل شي.

دوی د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د ټولیزو رسنیو قانون تصویب کړي.

د افغانستان د خبريالانو اتحاديې رییس حفيظ‌الله بارکزی وايي: «د ژوندیو موجوداتو د تصویر او ویډیو پر اخیستو بندیز په راتلونکي کې د رسنیو کار له ستونزو سره مخامخ کوي او هغه ستونزې چې اوس شته، د پالیسي نه لرلو له کبله دي. سرپرست حکومت باید اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه د ټولیزو رسنیو قانون تصویب کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد څه موده مخکې وړاندې سلام‌وطندار ته ویلي و چې مشرتابه به یې ډېر ژر د ټولیزو رسنیو قانون تصویب شي، خو تر اوسه دغه کار نه‌دی شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام