د کندهار د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست مسوولانو ټولو نايانو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته اجازه نه لري، د خلکو ږيري وخرېي او انګرېزي سټايل وېښتان ورته جوړ کړي.
د کندهار د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر رییس عبدالرحمان طیبي نن دغه ولايت کې د يوې غونډې پرمهال ویلي چې د موسیقۍ اورېدل حرام دی او په تصویري او غږیزو رسنیو کې يې خپرول او محفلونو کې یې غږول هم په کلکه بند دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
نوموړي د ښځو پر حجاب هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له محرم پرته د موټر چلوونکو له خوا په موټرونو کې د ښځو پورته کول او په مخکيني سیټ کې د هغوی کېنول هم منع دي.
د کندهار د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر رییس په کافيشاپونو او تفریحي ځایونو کې د قیلون پر استفادې هم بندیز لګولی دی.
په ورته مهال نوموړي ویلي چې دغه پرېکړې له مرکز سره په همغږۍ نيول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د کندهار د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست پر خلکو محدودیتونه لګولي و، خو تراوسه عملي شوي نه دي.