امریکا د دغه هېواد اوسېدونکې سیډني میزل چې د ۲۰۰۸ میلادي کال د جنورۍ په ۲۶ نېټه په کندهار ولایت کې لا درکه شوې، د معلوماتو په بدل کې  ۵میلیونه ډالر جایزه ټاکلې ده.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې افغانان کولای شي د امریکا د «عدالت لپاره جایزې» پروګرام له لارې، د اړیکو شمېرو او ټولنیزو شبکو  پر مټ له دغه پروګرام سره یوځای شي او هر هغه څوک چې د سیډنې مېزل په اړه معلومات ولري کولای شي په دې شمېره +۱ ۲۰۲ ۷۰۲ ۷۸۴۳  د ټېلګرام، واټس‌اپ او سیګنال له لارې اړیکه یا هم پیغام وا+ستوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال هغه کسان چې غواړي په انفرادي توګه معلومات ورکړي کولای شي په کابل کې د امریکا سفارت سره په دې شمېره +۹۳ ۰۷۰ ۰۱۰ ۸۶۰۰  اړیکه ونیسي. د امریکایي چارواکو په وینا، سیډني مېزل چې د کندهار په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې ښوونکې او په دغه ولایت کې یې په یو‌شمېر پراختیایي پروژو کې دنده ترسره کوله هغه مهال لا درکه شوه چې له یوه ماموریت څخه د خپل دفتر پر لور روانه وه.

مېرمن مېزل په کندهار ولایت کې اوسېده او په پښتو ژبه یې روانې خبرې کولې. داسې ګونګسې او ګومان هم کېږي چې ښایي مېرمن مېزل د برمته کوونکو له لوري وژل شوي وي، ځکه د نوموړې د خلاصون لپاره کوم چا یا ډلې د پیسو وړاندیز او غوښتنه نه ده کړې.

د عدالت لپاره د جایزې پروګرام مسوولان ډاډ ورکوي چې د سېډني مېزل په اړه د معلومات ورکوونکي کس هویت به پټ ساتي.

 نور جزئیات په دې ویډیو کې ترلاسه کولای شئ

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام