Asset 1SWN

د جوزجان امربالمعروف رییس: رسنۍ دې د اسلامي شریعت خلاف خپرونې نه خپروي

 د جوزجان د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر رییس محمد یاسین وقاص او د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ امر بسم‌الله نصرت نن د جوزجان له سیمه‌ییزو راډیوګانو څخه لېدنه وکړه او د دغو رسنیو له مسوولانو څخه یې وغوښتل چې خپلې خپرونې دې د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو سره سم چمتو او خپرې کړي.

 د هغه په وینا، رسنۍ د ټولنې د په اصلاح کې خورا مهم او اغیزناک رول لري او باید دیني، ښوونیزې او اخلاقي خپرونې خپاره کړي او خلک دې کتاب لوستلو ته وهڅوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ښاغلي وقاص زیاته کړې چې رسنۍ بايد د هغو خپرونو له خپرولو ډډه وکړي چې له اسلامي شريعت او افغاني دودونو سره په ټکر کې وي.

په همدې حال کې د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ امر بسم‌الله نصرت وایي چې اوسمهال په دغه ولايت کې يوولس راډيوګانې او دوې ورځپاڼې فعاليت لري او له څو مياشتو راهيسې د درېو ټلوېزيونونو او يوې راډيو خپرونې بندې شوې دي.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ امر ویلي، په هغو رسنيو چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې فعاليت کوي، هېڅ ډول بنديز نه دى لګول شوى.

په همدې حال کې جوزجان کې د يو شمېر سيمه‌ييزو رسنيو مسوولانو د علمي، فرهنګي او ښوونيزو خپرونو پر خپرېدو ټینګار کوي او د دغه ولایت له سیمه‌ییزو مسوولانو څخه غواړي چې په اوسني وضعیت کې د رسنیو ملاتړ وکړي ځکه رسنۍ د خلکو سترګې او غوږنه دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په جوزجان کې د سیمه‌ییزو رسنیو د چارواکو په وینا، د مالي سرچینو نشتوالی او د پروژو ځنډېدل هغه ستونزې دي چې دوی ورسره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام