د جوزجان امربالمعروف رییس: رسنۍ دې د اسلامي شریعت خلاف خپرونې نه خپروي

 د جوزجان د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر رییس محمد یاسین وقاص او د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ امر بسم‌الله نصرت نن د جوزجان له سیمه‌ییزو راډیوګانو څخه لېدنه وکړه او د دغو رسنیو له مسوولانو څخه یې وغوښتل چې خپلې خپرونې دې د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو سره سم چمتو او خپرې کړي.

شنونکي: د اوکراین او روسیې جګړه به له افغانستانه د نړیوالو پام واړوي

د چارو یوشمېر شنونکي وايي، د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به د دې لامل شي چې نړیوال افغانستان له پامه وغورځوي او خپل ټول تمرکز د اوکراین پر کړکېچ ورټول کړي. د دوی په وینا، اروپایي هېوادونو کې هم ځینې کسان د اوکراین او یو‌شمېر هم د روسیې پلوي دي چې په دې سره ښايي افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پام کم شي.

بدخشان کې دوو خبریالانو د ښځو لپاره د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې

په بدخشان کې دوو خبریالانو ناظم قاسمي او باعث حکیمي په خپل شخصي لګښت د یاد ولایت په مرکز فیض‌اباد کې د ښځو لپاره د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې ده. دغو دوو خبریالانو د یادې کارخونې مسوولیت ښځو ته سپارلی چې له کومې ستونزې پرته خپل کارونه وکړي.

د اوکراین په تړاو پر لوېدیځ اټومي برید ته د پوتین اشاره؛ ایا دا یو جدی ګواښ دی؟

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ضمني توګه خبرداری ورکړی هر هېواد چې اوکراین کې پوځي لاسوهنه وکړي، هغه به د اټومي برید اقدام وکړي. اوس پوښتنه دا ده چې لوېدیځ هېوادونه څومره باید دغه خبرداری جدي ونیسي؟ داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونو په شمول د ناټو اېتلاف ډاډ ورکوي چې هغوی به اوکراین کې نظامي ګډون ونه لري.