په بدخشان کې دوو خبریالانو ناظم قاسمي او باعث حکیمي په خپل شخصي لګښت د یاد ولایت په مرکز فیض‌اباد کې د ښځو لپاره د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې ده.

دغو دوو خبریالانو د یادې کارخونې مسوولیت ښځو ته سپارلی چې له کومې ستونزې پرته خپل کارونه وکړي.

باعث حکیمي سلام‌وطندار ته وايي، هېواد کې له وروستیو تحولاتو سره سم، ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې وې او نه یې شوای کولای چې کار او خپل فعالیتونه وکړي، نو له همدې امله یې یاده کارخونه جوړه کړه، څو ښځو ته هیله ورکړي او په ټولنه کې خپل کار او فعالیت ته راوګرځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، د خیاطۍ په دې کارخونه کې یې لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې چې درې ښځې یې د روزنې مسوولیت لري او پاتې یې د خیاطۍ مهارت زده‌کوي.

باعث حکیمي زیاتوي چې ښځې په دې کارخونه کې افغاني، تاجکي، عربي، اروپايي، کت شلوار او کټ دامن لباسونه خپلو پېردونکو ته وړاندې کوي.

په ورته مهال ناظم قاسمي چې د یادې کارخونې یو بل مسوول دی، سلام‌وطندار ته وايي چې دوی یاده کارخونه په ۸۰۰۰۰ افغانۍ جوړه کړې، څو وکولای شي، د یاد ولایت ښځو ته د کار او د خیاطۍ د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

بل‌خوا یو‌شمېر هغه ښځې چې په دې کارخونه کې کار کوي، د یادې کارخونې له مسوولانو څخه په مننې سره وايي، له څو میاشتو وروسته دوی بریالۍ شوي چې بېرته خپلو کارونو ته وروګرځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادې ښځې د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي، په دغه ولایت کې چې په کومو برخو کې ښځو ته اړتیاوي، د کار او ګومارنې زمینه دې ورته برابره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام