د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار یوشمېر نجونې وایي، په دغه ولایت کې د دوی لپاره د سپورټ اسانتیاوې نشته او له سپورټ نه بې‌برخې دي. د دوی په وینا، دولت باید د ښځینه‌وو لپاره د سپورټ ځانګړي کلپونه جوړ کړي، څو د خپلې سلامتیا لپاره سپورټ وکړي.

د بدخشان یوه اوسېدونکې فرېبا وايي، په یاد ولایت کې د نارینه‌وو لپاره د سپورټ کلپونه او لوبغالي شته، خو د نجونو لپاره په دې برخه کې هېڅ پام نه دی شوی او د دغه ولایت د سپورټ ادارې هم کوم کار نه دی کړی.

د بدخشان یوه بله اوسېدونکې کریمه که څه هم له سپورټ سره مینه لري، خو په دغه ولایت کې د نجونو د سپورټ لپاره د ځانګړو ځایونو نه موجودیت له کبله سپورټ نه شي کولای. هغه وايي، د بدخشان د سپورټ کمېټه باید د نجونو دې غوښتنې ته د رسېدو لپاره جدي ګامونه اوچت کړي.

د بدخشان د سپورټ کمېټې امر عبدالبصیر نیرومند هم وايي چې په دغه ولایت کې د ښځو او نجونو لپاره د ځانګړي کلپ جوړېدل یې لومړیتوب دی او تل یې دا غوښتنه کړې ده.

د هغه په خبره، ښځې او نجونې د سپورټ لپاره د ځانګړي کلپ جوړېدو په اړه ورته مراجعه کوي، خو دوی یې غوښتنې نه شي پوره کولای. نیرومند زیاتوي، یاده ستونزه یې څو ځله د بدخشان له ولایتي چارواکو او پرمختیايي ادارو سره شریکه کړې او ان د دغه ولایت د سپورټ کمېټې په پرمختیايي پروګرام کې یې هم شامله کړې ده.

نوموړی وايي، سپورټ د ښځو مسلم حق دی او د بدخشان د سپورټ ادارې په دې برخه کې د نارینه‌ او ښځو ترمنځ هېڅ توپير نه دی کړی. د دغې ادارې مسوول وايي، د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو په پروګرامونو کې یې د ښځو لپاره د ځانګړي کلپ جوړېدو موضوع شامله کړې، خو په وینا یې، روښانه نه ده چې په کوم کال کې به عملي شي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام