کندوز کې کروندګرو د مېوه‌لرونکو باغونو جوړولو ته مخه کړې

تجارتي باغونه د بڼوالۍ هغه بڼه ده چې په وروستیو کې ګڼ‌شمېر کروندګرو ورته مخه کړې او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې برابروي.

دغه کروندګر زیاتوي چې د سوداګريزو باغونو جوړول پانګه او د باغدارۍ په سېسټم کې پوهاوی غواړي او له همدې کبله له دولتي چارواکو او مرستندويه بنسټونو څخه د ورته باغونو په جوړولو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

کابل کې ۵۰ یتیمان د موبایل جوړونې له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

کابل کې شاوخوا ۵۰ یتیمان چې د یوه خیریه بنسټ له لوري ورته د موبایل جوړونې برخه کې د څلورمیاشتنیو مسلکي زده‌کړو اسانتیاوې برابرې شوې وې، فارغ شول.
د دغه خیریه بنسټ رییس جاوید ابراهیمي وایي، د دغو یتیمانو د روزلو موخه یې پر خپلو پښو د هغوی درېدل او پر ځان بسیاینه ده.

بدخشان کې دوو خبریالانو د ښځو لپاره د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې

په بدخشان کې دوو خبریالانو ناظم قاسمي او باعث حکیمي په خپل شخصي لګښت د یاد ولایت په مرکز فیض‌اباد کې د ښځو لپاره د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې ده. دغو دوو خبریالانو د یادې کارخونې مسوولیت ښځو ته سپارلی چې له کومې ستونزې پرته خپل کارونه وکړي.

د ایران ولسمشر: افغانستان کې د تلپاتي ثبات یوازینۍ لار د ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي روسیې ته د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي او دواړو لوریو په افغانستان کې د رامنځته کېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. ابراهیم رییسي ویلي، افغانستان کې د تلپاتي ثبات یوازینۍ حل لار د ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي.

خلیل‌زاد: افغانانو دا فرصت ترلاسه کړی چې د هېواد راتلونکی په خپلو لاسونو جوړ کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په خپل ټویټر‌پاڼه کې لیکلي چې افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې او افغانانو ته دا فرصت په لاس ورغلی چې د هېواد راتلونکې په خپلو لاسونو جوړه کړي. خلیل‌زاد زیاته کړې چې افغانان به اوس د خپلې بشپړې خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره لار وټاکي او کولای شي، جګړې ته د پای ټکی کېږدي.