Asset 1SWN

کندوز کې کروندګرو د مېوه‌لرونکو باغونو جوړولو ته مخه کړې

IMG-20230506-WA0031

تجارتي باغونه د بڼوالۍ هغه بڼه ده چې په وروستیو کې ګڼ‌شمېر کروندګرو ورته مخه کړې او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې برابروي.

د کندوز یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ډول بڼوڼو جوړول دوی ته د عاید ترڅنګ د کار زمینه هم برابره کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه کروندګر زیاتوي چې د سوداګريزو باغونو جوړول پانګه او د باغدارۍ په سېسټم کې پوهاوی غواړي او له همدې کبله له دولتي چارواکو او مرستندويه بنسټونو څخه د ورته باغونو په جوړولو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د کندوز اوسېدونک محمدصادق چې پر خپله پنځه جریبه ځمکه یې باغ جوړ کړی، وايي چې په دې باغ یې له ۱۳۰زره افغانیو زیاته پانګونه کړې ده. نوموړی وايي، هڅه یې کړې ده چې په باغ جوړولو کې له نویو کرنیزو مېتودونو کار واخلي څو ښه نتیجه ورکړي.

هغه وویل: «موږ په شاوخوا پنځه جریبه ځمکه کې د مېوه‌لرونکو ونو باغ جوړ کړی، د ځمکې برابرول، د باغونو لپاره د اړینو وسایلو اخیستل او نورو اسانتیاوو په تنظیم باندې تقریبا یو لک او دېرش زره افغانۍ لګښت وشو. اول مو کله چې په دغه باغ کار شروع کړو دوه نفره وو او دوا پاشي وخت کې مو فني کسان راوستل هغوی به یې کارونه کول او دوه کاله کېږي چې باغ مو په حاصل راغلی دی.»

کرنیز متخصصین هم وروستیو کې کندوز کې باغونو جوړولو ته له پاملرنې زیاتیدو وايي، خو ټینګار یې دا دی چې اړوند حکومتي ادارې او نړیوال بنسټونه باید د ملاتړو پروګرامونو په ترسره کولو سره د کروندګرو لاسنیوی وکړي.

د کندوز د کرنې کارپوه عبدالبصیر فقیري سلام‌وطندار ته وویل چې په یاده بڼه باغداري له اقتصادي اړخه ښه مسلک دی او بڼوال د مېوو په خرڅلاو سره خپل اقتصاد پیاوړی کولای شي.

هغه وویل: «په دغه ولايت کې سوداګريز باغونه په اوه زره هکتاره ځمکه جوړ شوي دي چې مختلفې مېوه‌لرونکې ونې او ډولونه لري، خو مهم سوداګریز باغونه بادام باغ ، انګورو باغ ، لیمو ،املوک ، آلو ، زردالو او شفتالو دي چې ځايي کروندګرو جوړ کړي او په خپلو ځمکو یې ونې کېنولي دي.)

بل‌خوا د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې تېر کال کې په دغه ولایت کې د سوداګریزو باغونو شمېر زیات شوی دی.

د دې رياست د کرنې آمر  صلاح الدين وايي، دوى له باغ لرونکو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي چې له ډلې یې د نمايشي باغونو جوړول او کرنيزو محصولاتو ته د بازار برابرول یادوي.

نوموړی زیاتوي، له همکارو موسسو سره په همغږۍ یې د باغوانانو د تخنیکي او مسلکي پوهې لوړولو روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي دي.

هغه وویل: «په دې برخه کې ټریننګونه مختلف وو، زموږ ټریننګونه د دوه ورځو، پنځو ورځو څخه تر یوې اوونۍ وو. د نالونو په اړه باید ووایم چې دلته  تصدیق شوې قوریې لرو چې زموږ نالونه تصدیق کوي. د انجمن له‌خوا رسمي کېږي او د نالونو د پلور لپاره موږ هم اتحادیې لرو چې مشخص بیه ورته ټاکي او بیا یې بزګرانو ته ورکوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کندوز یو له حاصلخیزو او کرنیزو ولایتونو څخه دی چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنه او بڼوالۍ بوخت دي او له دې لارې خپل ژوند چارې پر مخ وړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام