Asset 1SWN

د سالنګونو لویه لاره د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پر مخ وتړل شوه

b7347a9b-9fb9-49a6-8d12-fd77b8204d15

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولان وايي چې د سخت اورښتونو او توپانونو له امله یې دغه لویه لاره د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پر مخ تړلې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس ابومحمد حافظ محمدیعقوب نن چهارشنبه د مرغومې ۲۱مه سلام‌وطندار ته ویلي چې د واورې ورېدو او توپانونو له امله د سالنګ لویه لاره تړل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سالنګونو لویې لاره د ساتنې او څارنې رییس همداراز وویل چې دغه لویه لاره له دواړو لوریو (شمالي او سوېلي سالنګ) د تګ‌راتګ پرمخ تړلې ده.

په ورته مهال ابومحمد حافظ محمدیعقوب زیاته کړه چې د سالنګ په پُل خاکي سیمه کې سمیه کې یې یو‌شمېر هغه مسافر ژغورلي چې په توپان کې ایسار پاتې وو. هغه د ژغورل شویو مسافرو د کره شمېر په اړه څه نه وايي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سالنګونو لویه لاره چې د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي، د ژمي په موسم کې یوه له خطرناکو لارو شمېرل کېږي چې د سخت اورښتونو او توپانونو له امله ډېر کله تړلې وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام