د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د تېلو یو ټانک اور اخیستی چې له کبله یې یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي سلاموطندار ته ویلي چې دا اورلګېدنه نن د غبرګولي نولسمه، د جمعې ورځ، سهار وختي شاوخوا ۳:۴۰ دقیقې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار د اندخوی بندر «علمیار بیات» د تېلو ټانک کې شوې ده.
هغه زیاتوي چې په یاده پېښه کې د پام وړ مالي زیان اوښتو تر څنګ، یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. نوموړی ټینګار کوي چې اورلګېدنه د تېلو ټانکر د تشولو پر مهال د بېپروایۍ له کبله شوې ده.
عبدالستار حلیمي وايي چې د اورلګېدنې سیمې ته د اور وژنې ډلې له رسېدو سره سم د تېلو زېرمو او د خلکو کورونو ته د اور غځېدو مخه نیول شوې ده.
په همدې حال کې د علمیار بیات د تېلو ټانک څښتن زبیر علمیار وايي چې په دې پېښه کې یې یو کارکوونکی مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د تېلو د دغه ټانک ټولو برخو اور اخیستی او ده ته یې دوه لکه امریکايي ډالره زیان اړولی دی.
بلهخوا د شبرغان یوشمېر اوسېدونکي وايي چې یاده اورلګېدنه د تېلو د دوو ټانکونو په چاودنې سره پیل شوې او څلور ساعته یې دوام کړی دی.