Asset 1SWN

سلام وطندار

په غزه کې د اوربند پای؛ د اسراییلو په هوايي بریدونو کې ۱۸۴ کسان وژل شوي

GAZA-12-qg7jcmz7ho23e4k34665nvgsg5soczqzbpr59ptvuw

نړیوالو رسنیو د غزې تړانګې د روغتیايي چارواکو له قوله لیکلي چې اسراییلو په غزه کې د اوربند مودې له پای ته رسېدو راهیسې بریدونه پیل کړي او له کبله یې ۱۸۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۸۹ نور ټپیان دي. ‎

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د حماس چارواکو د ډسمبر په لومړۍ، د جمعې ماښام ویلي چې اسراییلو پر څه باندې ۲۰ کورونو هوايي بریدونه کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي و چې ډېری وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

رویټرز خبري اژانس د ډاکټرانو او د پېښې شاهدانو له خولې لیکلي چې اسراییلو له حماس سره د کړي اوربند له پای ته رسېدو سره سم د جمعې په ورځ د غزې په سوېلي برخه خان یونس او رفح سیمو کې سخت هوايي بریدونه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام