ټرمپ: اسراییل غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړه منلې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اسراييل په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې سره موافقه کړې.
د راپورونو پر اساس، ټرمپ تېره ورځ (سه‌شنبه، سرطان ۱۰مه) ویلي، اسراييل غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې سره موافقه کړې او له حماس يې غوښتي، مخکې له دې چې شرایط نور هم خراب شي دغه تړون ومني.
هغه زیاته کړې چې د قطر او مصر استازي به د اوربند وړاندیزې حماس ته وړاندې کړي.

غزه کې لوږې ۶۶ ماشومان مړه کړي

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۶۶ ماشومان د لوږې له امله مړه شوي.
د راپورونو پر اساس، د اسراییل له لوري غزې ته د مرستو پر لېږد بندیز، هلته انساني بحران نور هم ژور کړی.
د فلسطین د دولتي رسنیو ادارې دغه وضعیت جنګي جنایت بللی او خبرداری یې ورکړی چې اسراییل د ملکيانو په ځانګړې توګه د ماشومانو نابودۍ لپاره لوږه د جنګي وسیلې په توګه کاروي.

غزه کې د اسراییل بریدونو پرمهال ۸۰ فلسطینیان وژل شوي

اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونو ته دوام ورکړی چې سلګونه فلسطینیانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د راپورونو پر اساس، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل بریدونو پرمهال ۸۰ فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان دي.
راپور کې ویل شوي چې ښايي د مرګژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

پر اسراییل د ایران تازه بریدونو کې ۳ اسراییلیان وژل شوي

ایران تېره شپه قطر کې د امریکا په پوځي اډې له برید وروسته، نن سه شنبه سهار پر اسراییل تازه توغندیز بریدونه کړي.
دغو بریدونو کې ٣ اسراییلیان وژل شوي او ٦ ټپیان دي.
ورته وخت کې د اسراییل ۱۲ شبکې هم ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو په ۱۲مه ورځ د ایران یو توغندی د اسراییل په سویل کې په یوې ودانۍ لګېدلی چې ۳ کسان یې وژلي.

امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو برید کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولنیزه رسنۍ سوشیل ټروټ لیکلي چې د ایران پر دریو اټومي مرکزونو فردو، نطنز او اصفهان یې بریدونه کړي.

نوموړي نن (یکشنبه، سرطان لومړۍ) ویلي، پر فردو تاسیساتو د بمونو باران وشو او دا مهال ټولې الوتکې په خوندي ډول د ایران له فضایي حریم وتلي.

پر اسراییل د ایران بریدونو مرګژوبله؛ ۲۴ وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر ژوبل دي

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د جمعې له ورځې راهیسې تر نن سهار پورې نښتو کې ۲۴ اسراییلیان وژل شوي او ۵۹۲ نور ټپیان دي.
د اسراییل د لومړي وزیر د بیانیې پر اساس، ایران د نښتو پرمهال په اسراییل څه باندې ۳۷۰ بالستیک توغندي او سلګونه ډرون توغولي دي.

د ایران ولسمشر: دښمن نه‌شي کولی مونږ له صحنې بهر کړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسراییل بریدونو ته په اشارې ویلي، تر بل هر وخت اوس یوالي ته اړتیا ده او د ایران وګړي باید په وحدت سره د یرغل پر وړاندې ودریږي.
هغه همدارنګه وویل، که کوم څوک د هغه څه خلاف چې رهبرۍ اعلان کړې، دریځ غوره او خبرې وکړي، د ایران سیاست کې هېڅ ځای نه‌لري.

پر اسراییل د ایران بریدونه؛ د وژل شویو شمېر ۱۶ او د ټپیانو ۳۹۰ ته لوړ شوی

د راپورونو پر اساس، د جمعې په ماښام له کله راهیسې چې ایران پر اسراییل بریدونه پیل کړي، هلته د وژل شویو شمېر ۱۶ او د ټپیانو ۳۹۰ ته لوړ شوی دی.
ويل شوي چې دوه اسراییلي جسدونه نن (دوشنبه، جوزا ۲۶) سهار مهال «بات یام» ښار کې له خاورو لاندې را اېستل شوي چې په توغندي لګېدلي وو.

ایران د اسراییل په مختلفو سیمو تازه بریدونه کړي

د راپورونو پر اساس، له تېرې شپې راهیسې د اسراییل په بېلا بېلو سیمو د ایران توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.
دغو بریدونو کې د اسراییل دننه د یو شمېر ودانیو د ویجاړېدو خبرونه هم ورکړل شوي.
ویل شوي چې ۳۵ کسان تر خاورو لاندې دي او د ژغورنې عملیات یې روان دي.

پر ایران د اسراییل برید ته د ټرمپ غبرګون: اوضاع به تر دې هم بدتره شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په اټومي تاسیساتو او پوځي چارواکو د اسراييل بریدونو ته لومړني غبرګون کې ویلي، “هوکړې ته د رسېدو لپاره یې ایران ته ډېر فرصتونه ورکړي وو”، خو اوس شرایط توپیر کوي.
هغه ویلي، «ځینې ایراني توندلارو د زړورتیا خبرې کولې، خو نه پوهېدل چې څه به پېښ شي. اوس هغوي ټول مړه شوي او اوضاع به نوره هم بدتره شي.»

د اسلامي امارت ویاند: پر ایران د اسراییل بریدونه له نړیوالو حقونو سرغړونه ده

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د اسراییل لخوا په ایران وروستي بریدونه او د پوځي قومندانانو او اټومي پوهانو ترور چې د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو، د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده، په کلکه غندي.
هغه وویل، دا ډول کړنې چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت لا پسې کړکیچن او اندېښمن کړی.

یوشمېر هېوادونو پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي

د راپورونو پر اساس، د سعودي عربستان، پاکستان او قطر په ګډون یوشمېر نورو هېوادونو او سیاستوالو پر ایران د اسراییل ننني بریدونه په کلکه غندلي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه بریدونه د ایران د ځکمنۍ بشپړتیا، حاکمیت او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت هم ایراني لوري سره ټلیفوني خبرو کې د اسراییل بریدونه محکوم کړي دي.