د راپورونو پر اساس، د سعودي عربستان، پاکستان، جاپان او قطر په ګډون یوشمېر نورو هېوادونو او سیاستوالو پر ایران د اسراییل ننني بریدونه په کلکه غندلي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه بریدونه د ایران د ځکمنۍ بشپړتیا، حاکمیت او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.

قطر دغه کړکېچ د سیمې د سولې او ټيکاو لپاره ګواښ بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې قانوني او اخلاقي مسوولیت ادا او د اسراييل د سرغړونې مخه ونیسي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت هم ایراني لوري سره ټلیفوني خبرو کې د اسراییل بریدونه محکوم کړي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت یوه ویناپاڼه کې ویلي:

«د سعودي سلطنت په ورور هېواد، پر ایران د اسراییلو بربنډ تېری غندي، دا تیری د ایران ملي حاکمیت او امنیت کمزوری کوي او له نړیوال عرف او قانونه څرګنده سرغړونه ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدا ډول د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر اېکسپاڼه لیکلي چې د اسراييل له لوري پر ایران نننی بې‌دلیله برید په کلکو ټکو غندي.

ښاغلي شریف زیاته کړې چې دغه خطرناک او نامسوولانه اقدام د اندېښنې وړ دی او سیمه به لا زیاته بې ثباته کړي.

هغه ویلي، نړیواله ټولنه دې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش او ګڼو نورو لوریو له ښکېلو خواو د زغم او د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

اسراییل نن جمعه د ایران پر اټومي تاسیساتو او پوځي چارواکو بریدونه وکړل چې په کې د ایران لوړپوي پوځي چارواکي وژل شوي.

ایراني رسنیو ویلي، د اسراییل بریدونو کې د سپاه‌پاسداران عمومي قومندان حسین سردار سلامي، د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري، شپږ اټومي ساینس‌پوهان او یوشمېر نور کسان وژل شوي دي.

د ایران مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي د اسراییل بریدونو په غبرګون کې ویلي، اسراییل دې د یو سخت ځواب په تمه ووسي.

خامنه‌يي د ایران ولس ته په یوه پیغام کې ویلي، اسراییل په دغه جنایت سره خپل ځان ته یو تریخ او دردناک برخلیک برابر کړ او له دغه برخلیک سره به خامخا مخ کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام