د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور پکتیا ته د خپل سفر پرمهال سلاموطندار ته ویلي چې هېواد کې روانې وچکالۍ او د اقلیمي بدلون اغېزو ته په پام اوسنیو شرایطو کې د نورو هېوادونو د حقابې تامینول ستونزمن کار دی.
هغه په خپلو خبرو کې وویل چې دا مهال د کمال خان بند او هلمند سیند کې اوبه کمې دي او په وینا یې، دغه اوبه د هلمند او نیمروز اوسېدونکو اړتیاوې هم نشي پوره کولای.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عبداللطیف منصور پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل: «اوسنیو شرایطو کې د نورو هېوادونو د حقابې تامینول مشکلات لري، وچکالي بېخي ډېره زیاته ده.»
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د اوبو کمښت ناورین سره مخ دی او د هېواد سوېلي ولایتونو کې د ځمکې لاندې د اوبو کچې ټيټېدو له امله اړ شوي چې له خپلو مېنو بېځایه شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور خبرداری ورکړ، که خلک د ځمکې لاندې اوبو لګښت برخه کې سپما ونهکړي، لرې نه ده چې خلک به د اوبو نشتون او کمښت له امله بېځایه او کډوالۍ ته اړ شي.
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان په خپله اوبو ته اړتیا لري او د دې اړتیا له مخې، سرپرست حکومت هېواد کې د اوبو ښه مدیریت لپاره د اوبو بندونه درجه بندي کړي چې د بودیجې برابرېدو پر مهال به یې کارونه پیل کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې دوه ورځې وړاندې د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان ویلي چې هېواد به یې له هلمند سیند له حقابې یو ګام هم په شاه نهشي.
د نوموړي په وینا، ایران دې برخه کې د افغانستان سرپرست حکومت سره په وار وار خبرې کړې، خو له هلمند سیند څخه یې خپله حقابه نه ده ترلاسه کړې.
له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې د افغانستان او ایران د حکومتونو ترمنځ له هلمند سیند د حقابې موضوع په جدي مسله بدله شوې چې لا هم ورته د دواړو لوریو لهخوا حل لاره نه ده موندل شوې.