Asset 1SWN

د متقي او قمي لیدنه؛ ایران یو ځل بیا د خپلې حق‌ابې غوښتنه کړې

FnFtGjMXwAE59Y6 (1)

د افغانستان لپاره د ایران  سفیر او ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال یو ځل بیا د هلمند سیند څخه د ایران د «حق‌ابې» غوښتنه کړې ده.

حسن کاظمي قمي دې لیدنه کې د هلمند سیند څخه د ایران د حق‌ابې پر ورکړې ټينګار کړی او ترڅنګ یې وړاندیز کړی چې د افغانستان اوبه باید په سمه توګه مدیریت شي او د ضایع‌کېدو مخه یې باید ونیول شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وویل: «د بهرنیو چارو وزارت د ایران د حق‌ابې په اړه د اسلامي امارت دریځ روښانه کړ او وې ویل چې موږ د ۱۳۵۱ معاهدې ته ژمن یو او د کم ورښت له کبله اوبه کمې شوي او دا یو رښتنی عذر دی.»

هېواد کې له سیاسي بدلون او واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته، ایران له لومړنیو هېوادونو ګڼل کېږي چې له اوسني حکومت سره نرم سیاسي چلند لري چې د سیاسي چارو د کارپوهانو په وینا، موخه یې د هلمند له سیند څخه د ایران د حق‌ابې ترلاسه کول دي.

د یادونې وړ ده چې له تېر یونیم کال راهیسې د ایران حکومت په وار وار هڅه کړې چې له اسلامي امارت سره د هلمند سیند د حق‌ابې پر موضوع یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي، خو تراوسه بې‌پایلې ده.

د نړیوالو چارو شنونکي محبوب محق وویل: «د اسلامي امارت په راتلو سره هیله‌مندۍ زیاتې شوې وې چې ایران به دا موضوع په سمه توګه حل کړي، خو له بده‌مرغه د ایران او افغانستان ترمنځ مسایل نه دي حل شوي او حتا د دې موضوع د حل لپاره یو پروګرام او ناسته هم نه ده ترسره شوې.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال کارپوهان وايي، افغانستان او ایران کې د اقلیمي بدلون او چاپېریال وضعیت ته په کتو د دواړو هېوادونو ترمنځ د حق‌ابې ستونزې نه حل به راتلونکو کې دغو دواړو ګاونډیو ته په یوې جدي مسلې بدله شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام