د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې عمران خان پرون د سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې په اقلیمي چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي جان کیري سره په لیدنه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادیدو غوښتنه کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان لومړي وزیر په دغه لیدنه کې د افغانستان د اقتصاد پاشلو څخه پر مخنیوي ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد کنګل شوې شتمني د خلکو د ستونزو هواري لپاره اړینې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، عمران خان په دغه لیدنه کې همداراز د پاکستان او سیمې هېوادونو لپاره د یوه باثباته او سوله‌ییز افغانستان پر اهمیت سربېره، په افغانستان کې د سولې او امنیت ټينګښت او د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د نړيوالې ټولنې پر هڅو او اړتیا ټينګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له افغانستان سره دوه اړخیزې اړیکې او د دغه هېواد اقتصادي سرچینې او شتمني ازادول د افغانانو د رفاه لپاره اړین او مهم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د زمري په ۲۴مه اسلامي امارت په بشپړه توګه په افغانستان ولکه خپله کړه. له هغه وخت راهیسې د امریکا په بانکونو کې د افغانستان بانک نږدې ۱۰میلیارده ډالري زېرمې کنګل شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې تراوسه یې څو ځله د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده. خو امریکا ویلي چې دغه پیسې نه ازادوي او د افغانستان له ولس سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام