نږدې یوه میاشت وروسته له هغې چې امریکا د افغانستان پیسې کنګل کړې، کابل کې د خصوصي سکتور مسوولان وایي چې د پیسو کنګل کېدو سره اقتصادي فعالیتونه له ګڼو ننګونو سره مخ شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو، صنعت کارانو، د بانکونو ټولنې او صرافانو نن کابل کې یوې ګډې خبري غونډه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه اندېښنه وښوده او وویل چې د امریکا له لوري د افغانستان کنګل شوې پیسو پر سوداګریزو معاملو، صنعت او پانګونې منفي اغیز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی خبرداری ورکوي، که چېرې د افغانستان پولي زېرمې د امریکا په بند کې پاتې شي، د افغانستان اقتصاد له رکود سره مخ کېږي.

هغه وویل: «زمونږ پیسې دې خلاصې کړي، که دا اقتصادي ماشین یوه یا دوه میاشتې نور دوام پیدا کړي، ريښتیا انساني ناورین رامنځته کېږي او د افغانستان اقتصاد فلج کېږي. هیله لرو چې نړۍ او په اسلامي امارت کې زمونږ علما په دې پوه شي او له نړۍ سره خبرې وکړي.»

د افغانستان د صنایع او کانونو خونې رییس شیرباز کمین‌زاده وايي، د پیسو کنګل کېدو صنعت‌ګران د اومه توکو د نه تامینېدو له امله له ستونزې سره مخ کړي او د دې برخو کارکوونکو هم خپل معاشونه نه دي اخیستي.



له دې ټولو سره-سره، د هېواد د بانکونو ټولنې رییس نجیب امیري وايي، د دې ستونزې د حل لپاره د افغانستان بانک له چارواکو سره خبرې اترې روانې دي او هیلې دا دي چې ډېر ژر دا پیسې د امریکا له لوري ازادې شي.

هغه وویل: «مونږ د افغانستان له مسوولانو سره جلسه لرو او کوښښ کوو چې دې ستونزو ته رسېدنه وکړو. ټول مسایل که هغه د بانکونو د فعالیتونو او د سوداګرو د ستونزو په اړه دي، له دغه بانک سره مو شریک کړي. مونږ د بانکونو ټولنې له لوري دوی ته ډاډ ورکوو چې د دوی پیسې خوندي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان مالي زېرمې د طالبانو له لوري د دې هېواد تر نیول کېدو وروسته د نامعلوم سیاسي وضعیت له امله د امریکا له لوري کنګل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام