رویټرز خبري اژانس له دوو باخبره سرچینو راپور ورکړی چې نړیوال بانک افغانستان کې د روغتیا، کرنې او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برخه کې درې پروژې بېرته پیلوي، خو د پوهنې په برخه کې د نږدې ۱۵۰ میلیونه ډالرو پروژه به همداراز تړلې وي.

راپور کې راغلي چې ‎ټاکل شوې د افغانستان لپاره د بیارغونې صندوق او نور ستر تمویلوونکي یې د جمعې پر ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې افغانستان کې د خوړو خوندیتوب پر ستونزو او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 راپور کې ویل شوي چې په دغه ناسته کې به د پیسو نړیوال صندوق، د اسلامي پراختیا بانک او افغانستان کې د ملګروملتونو استازولي یا یوناما استازي ګډون وکړي.

نړیوال بانک په مارچ میاشت کې د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل پاتې کېدو په غبرګون کې د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت څلور پروژې وځنډولې.

اوس یوازې د افغانستان پوهنې برخه چې د دغو پروژو یوه برخه ده او ارزښت یې ۱۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، لا هم نه تړلې پاتې او د بېرته پیل په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک تېره اوونۍ د افغانستان اقتصادي وضعیت ترینګلی وباله او ټينګار یې وکړ چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په وروستیو څلورو میاشتو کې د سړي سر کلنی عاید یو پر درېیمه رالوېدلی دی.

دغه بانک زیاته کړې چې ۳۷سلنه کورنیو افغانستان کې د خوړو د پېر لپاره پیسې نه درلودې او ۳۳سلنه کورنیو هم یوازې د خوړو لپاره پیسې لرلې او له دې نور څه یې نه درلودل.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو او د بهرنیو مرستو پرېکېدل، ورځ تر بلې دغه هېواد کې بشري ناروین په ژورېدو دی او د راپورونو له مخې، ۹۷سلنه خلک د خوړو لپاره کافي خوراک نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام