نړیوال بانک اعلان کړی، چې د افغانستان د بیارغونې صندوق او د نړیوالې ټولنې د تمویلوونکو په غوښتنه، د دغه بانک مدیره پلاوي د افغانانو د ملاتړ لپاره پرمختیايي کړنلاره تصویب کړې ده.

نړیوال بانک یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغې کړنلارې پر بنسټ، د افغانستان د بیارغونې صندوق څخه یو میلیارد ډالره د ملګروملتونو سازمان په ګډون غیردولتي نړیوالو سازمانونو ته ځانګړي کیږي.

اعلامیه کې ویل شوي چې د دغې کړنلارې له تصویب نه موخه د بنسټیزو خدماتو له وړاندې کولو څخه ملاتړ، د زیانمنو افغانانو خوندیتوب، د بشري پانګې او مهمو ټولنیزو او اقتصادي خدماتو ساتنه او راتلونکې کې بشري مرستو ته د اړتیاوو کمول دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اعلامیې پر بنسټ، د افغانستان د بیارغونې صندوق به لومړي ګام کې د نړیوالو تمویلوونکو له‌خوا څلورو پروژو ته د اختصاص شوې ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستې په اړه پرېکړه کوي چې دغه پروژې به د زده‌کړې، روغتیا، کرنې او د وګړو د معیشت په برخه کې بېړنۍ اړتیاووې حل کړي. د یادو پروژو پراخ تمرکز به د دې پر یقیني کېدو وي چې ښځې او نجونې باید په دې مرستو کې شاملې وي او ګټه ورڅخه پورته کړي.

نړیوال بانک ویلي چې راتلونکو اوونیو کې به د افغانستان د بیارغونې له وجهي صندوق او خپلو نورو شریکانو سره له نږدې کار وکړي، څو د دغو پروژو د طرحې او د بودیجې تخصیص وروستی کړي. په ورته وخت کې د نړیوال بانک عملیاتي پالیسۍ به د دغو پروژو په چوکاټ کې په ټولو قراردادونو عملي کېږي او دغه بانک به د دې پروژو په طرحه او څارنه کې په فعاله توګه ښکېل پاتې شي.

د نړیوال بانک په اعلامیه کې ویل شوي چې که شرایط اجازه ورکړي او د افغانستان د بیارغونې د صندوق تمویلوونکي پرېکړه وکړي، د ۶۰۰ میلیون ډالرو دغه لومړنۍ کچه به د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې د ملګروملتونو ادارو ته د افغانستان د بیارغونې د صندوق له نورو مالي مرستو سره یو ځای وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د بیارغونې د صندوق تمویلوونکي به د بشري مرستو د تبادلې هغه چوکاټ چې د ملګروملتونو او د نړیوال بانک له خوا په ګډه طرحه شوی وڅېړي او له دغه چوکاټ څخه به تر هغه پورې چې دایمي حل‌لاره پیدا شي، د پیسو د ورکړې د اسانتیاوو لپاره کار واخیستل شي.

دا کړنلاره داسې حال کې تصویب شوې چې له دې وړاندې د تېر کال د ډسمبر په ۱۵هم د افغانستان د بیارغونې له صندوق څخه ۲۸۰ میلیون ډالره په همدې بڼه لېږدول شوي وو چې ۱۰۰ میلیونه ډالر یې یونیسف او ۱۸۰ میلیونه نور یې د خوړو نړیوال سازمان ته ورکړل شوي وو چې ژمي کې د سختو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې په بشري مرستو ولګوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام