Asset 1SWN

ننګرهار پوهنتون روانه اوونۍ د اقلیمي بدلون نړېوالې غونډې کوربه‌توب کوي

ییییییی

ټاکل شوې د لوړو زده‌کړو وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي اداره روانه اوونۍ په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په نوم نړیواله غونډه جوړه کړي. چارواکي د دې غونډې د جوړولو موخه د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو د استادانو د علمي او څېړنیزو پایلو وړاندې کول او پر افغانستان د اقلیمي بدلون د هراړخیزو اغېزو په اړه بحث او خبرې کول بولي.

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخوا د دوشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوې غونډې ته وویل چې په دې نړیواله غونډه کې به په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو د استادانو له لوري نږدې ۱۴۰ علمي او څېړنیزې مقالې وړاندې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «دا غونډه د یوې مهمې موضوع په اړه جوړېږي. موږ په خپل هېواد کې له یوه ګواښوونکي اقلیمي بدلون سره مخامخ یوو؛ هغه موضوع چې د ژوند بنسټ بدلوي، کرنه او د اوسېدو ځایونه یې بدل کړي او د کډوالي لامل شوی دی. له بده مرغه دا موضوع هم په افغانستان او هم په نړۍ کې د یوې تشریفاتي موضوع په توګه پاتې ده، د حل لپاره یې عملي کار نه‌دی شوی.»

خیرخوا وايي، د اقلیمي‌ بدلون نړیوالې غونډې یوه موخه دا ده چې افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه وغواړي، څو د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو د جبران برخه کې همکاري وکړي.

په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون د علمي او څېړنیزې مجلې مرستیال کفایت‌الله کاکړ وايي، له دې غونډې وروسته به پالیسي جوړوونکو ادارو ته د نړۍ د اتو هېوادونو او د کورنیو پوهنتونونو د استادانو د یوه کال څېړنو پایلې او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مبارزې لپاره حل‌لارې وړاندې شي.

هغه زیاتوي: «دغه کنفرانس د درېوو ورځو لپاره په ننګرهار کې جوړېږي. د چین، بریټانیا، پاکستان، هند، نایجریا، ترکیې، مالیزیا او ټایلنډ علمي پلاوي به هم په‌کې ګډون وکړي. د غونډې په پای کې وړاندې شوي نظریات را ټولېږي او پایلې یې له پالیسي جوړوونکو ادارو سره شریکېږي.»

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عبدالسلام حقاني وايي، اقلیمي بدلونونو په افغانستان کې د بشري ژوند پر ټولو برخو منفي اغېزې کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا: «افغانستان په تېرو لسو کلونو کې د وچکالۍ له کبله د کرنې، مالدارۍ او وحشي ژویو برخه کې نه جبرانېدونکي زیانونه لیدلي. سېلابونو ۱۷۰۰ کسان مړه کړي او ۱۰۴ زره هېکټاره ځمکه یې له منځه وړې. بله‌خوا ۲۱ میلیونه خلک چې د افغانستان نیمايي وګړي کېږي، د اوبو له کمښت سره مخامخ شوي او ځنګلونو له درې سلنې څخه یونیم سلنې ته را کم شوي دي.»

د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولان په ۲۰۲۰ کال کې د مخکیني حکومت له لوري د شویو سروې‌ګانو پر بنسټ وايي چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېزو ته د ځواب ویلو لپاره ۲۰ میلیارډه ډالرو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام