Asset 1SWN

سلام وطندار

روزا اوتونبایوا: ټول لوري دې د اقلیمي بدلون برخه کې د افغانستان په ګټه کار وکړي

رییس-یوناما-qg7md7c4usoccquz63kwnh7egaovegqw92c2q8ux6w

داسې مهال چې په افغانستان کې اقلیمي بدلون د میلیونونو افغانانو پر ژوند منفي اغېزې کړي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د کاپ۲۸ په نوم د نړۍ اقلیمي بدلون په اته‌ویشتمه غونډه کې ویلي چې ټول لوري باید د اقلیمي بدلون برخه کې له سیاست لرې او په رغوونکې توګه د افغانانو په ګټه کار وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یوناما مشرې زیاته کړې چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی چې له اقلیمي بدلونونو څخه زیانمن دي او اغېزو ته یې تر ټولو لږ چمتووالی لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ټینګار کړی چې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د وچکالۍ، اقتصادي ننګونو او د ځمک‌ښویېدنې په څېر د طبیعي پېښو له کبله ورته د خوړو نه رسېدو ناورین سره مخامخ دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روزا اوتونبایوا هیله‌مندي ښودلې چې د افغانستان استازی د کاپ په راتلونکې غونډه کې ګډون ولري.

د یادونې ده چې افغانستان د نړۍ اقلیمي بدلون سږنۍ غونډې ته نه‌دی ور بلل شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام