فرانس‌پرس خبري اژانس د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش په پروني وسله‌وال برید کې د کابل د قول‌اردو قومندان هم وژل شوی دی.

دغه خبري اژانس د اسلامي امارت د چارواکو له قوله ویلي، په دغه برید کې حمدالله مخلص په نوم د دوی یو پوځي قومندان له وسله‌والو سره په جګړه کې وژل شوی دی. د معلوماتو پر بنسټ، حمدالله مخلص د حقاني شبکې غړی او د بدري قطعې د ځانګړو ځواکونو افسر وو او همداراز د کابل قول‌اردو قومندان هم و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

فرانس‌پرس د اسلامي امارت د رسنیو د برخې د یوه چارواکي له خولې ویلي، «د کابل قول‌اردو قومندان حمدالله مخلص ته چې کله خبر ورکول کېږي چې د سردار محمد داوود خان پر روغتون برید شوی، نو نوموړی له ځنډ پرته هلته ورځي.» دغه چارواکی وايي چې نوموړی له وسله‌والو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یو‌شمېر وسله‌والو پرون ماسپښین د سردار محمد داوود خان روغتون په دروازه کې لومړی دوه ځانمرګي بریدونه وکړل او له هغه وروسته نور وسله‌وال دغه روغتون ته دننه شول او د اسلامي امارت له ځواکونو سره یې په نښته پیل وکړ. د رپوټونو پر بنسټ، دغه برید چې نږدې تېر ماښام پای ته ورسېد، له امله یې ۱۹ کسان ووژل شول او ۵۰ نور تپیان شول.

د دغه برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستی دی. دغې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پنځو جنګیالیو یې پر دغه روغتون برید کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ویلي چې دغه برید د پنځو وسله‌والو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی.

مجاهد په دغه پېښه کې د اوو کسانو د وژل کېدو او پنځو د ټپي‌کېدو خبر ورکوي. د هغه په خبره، د وژل شویو په منځ کې درې ښځې، یو ماشوم او درې د اسلامي امارت سرتیري شامل دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید غندلی او هغه یې وحشیانه عمل بللی دی. د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي چې پر روغتون برید د بشر حقونو او ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام