په افغانستان کې د سولې راتلل او د دې لپاره روان مذاکرات تراوسه لا په خورا پېچلې حالت کې دي او د حکومت او طالبانو له لوري د سولې په برخه کې لا هم د یوه کوچني پرمختګ زېری خلکو ته نه دی ورکړل شوی. همدا څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته لیک ولېږه چې د سولې لپاره په کور دننه له یوشمېر سیاستوالو سره ګډ کار وکړي.

روسیې له دغه لیک یوازې څو ورځې وروسته میدان ته را ودانګل او په راتلونکو څو ورځو کې يې په مسکو او انقره کې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په موخه یې د غونډو جوړېدو خبر ورکړ. یادو هېوادونو د افغان سولې پروسې او د ټولو خواوو له لوري د یوه ګډ حکومت د جوړېدو ملاتړ کړی دی.

شنونکي دا ډول څرګندونې په افغان سوله کې د ښکېلو هېوادونو جدیت دلته د جګړې ختمولو لپاره یادوي. د نړیوالو اړیکو شنونکی باقر محسني وايي، د افغانستان وضیعت ټولې خواوې اړ باسي چې په هېواد کې د یوه ګډ حکومت جوړېدو ته غاړه کېږدي.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی مصطفی وايي، هېوادونه د لنډمهالي حکومت موضوع د خپلو ګټو لپاره یادوي او ترې ملاتړ کوي. د هغه په خبره، که افغانان د لنډمهالي حکومت په طرحه کې ګډون و نه لري، اغېز به یې کم وي.

خو د ولسمشرغني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د روسي چارواکي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، د لنډمهالي حکومت طرحه د افغانانو په درد نه خوري.

هغه وايي، افغان حکومت سوله غواړي او په همدې موخه د مسکو او ستانبول په غونډو کې ګډون کوي او په وینا یې، هغوی چې له سولې تښتي، پر نورو موضوعاتو شخوند وهي.

ولسمشر محمداشرف غني تر دې وړاندې څو ځله په هېواد کې د لنډمهالي حکومت له جوړېدو سره سخت مخالفت کړی دی. هغه په دې وروستیو کې ویلي چې د واک لېږد به یوازې د ټاکنو له لارې سپاري او د واک سپارلو یوازینی اصل هم همدا ټاکنې دي چې په وینا یې، په هېڅ ډول د معاملې وړ نه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام