پاکستاني رسنیو په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د استازي منیر اکرم له قوله راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو پر وړاندې د افغانستان شکایت رد کړی دی.

منیر اکرم په یوه بیان کې ویلي: «د افغانستان شارژدافیر د چا استازیتوب نه کوي او  هغه ځانګړی ځای هم نه لري چې د افغانستان لپاره خبرې وکړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولي سرپرست نصیراحمد فایق پر خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي و، د پاکستان هوايي بریدونه چې ګڼ‌شمېر ملکيانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته او په ښکاره یې د افغانستان هوایي حریم نقض کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام