د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد نن د اسلامي امارت د بنسټ‌اېښودونکي ملا محمد‌عمر مجاهد د مړینې نهم تلین په تړاو جوړې شوې غونډه کې وايي چې ملا محمدعمر د افغانستان ټول قومونه تر یوه چتر لاندې راټول کړل او افغانستان یې له یوې پلان شوې تجزیې څخه وژغوره.

د دفاع وزارت سرپرست ټينګار کوي چې د بېلابېلو اړخونو له لوري د افغانستان د تجزیې لپاره هڅې روانې وې او لا هم روانې دي، خو ملا محمدعمر مجاهد افغانستان له تجزیې وژغوره.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مجاهد زیاته کړه چې محمدعمر په تشو لاسونو د «اشغال» پر وړاندې بریا ترلاسه کړه او هېڅ‌کله له هېواد څخه بهر نه دی تللی.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د دفاع وزارت په دې غونډه کې وايي چې دوی د افغانستان امنیت خونديتوب لپاره جدي هڅې کوي او پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونه زغم، د ملي مسایلو لپاره و.

بل‌خوا د اسلامي امارت د ریسس‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په یاده ناسته کې وايي، ملا عمر «قومي تعصبات» او دودنه چې د اسلام خلاف وو، له منځه وې وړل.

حنفي همداراز زیاتوي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې خپله خاوره د افغانستان پر ضد ونه کاروي.

د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا مرستال زیاته کړه چې هېواد کې د نشه‌يي توکو تولید او قاچاق په بشپړه توګه بند شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل دی چې کابل کې د اسلامي امارت د بنسټ‌اېښودونکي د مړینې تلین نمانځل کېږي. د ملا محمدعمر مجاهد مړینه په ۱۳۹۴ کال کې رسنیزه شوه او داسې ویل کېدل چې نوموړی دوه کاله وړاندې مړ شوی، خو اسلامي امارت بیا وروسته د نوموړي د مړینې خبر تایید کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام