Asset 1SWN

د کورونا درېیمه څپه؛ په یوه شپه او ورځ کې ۴۱ کسان مړه شوي

Corona-Afghanistan-p87ootkhtqq19x41zel3diuli6jwx8h7c4lfqwd57w

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او ۱۲۷۳ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې د درې زره او ۳۴۶ شکمنو کسانو له کتلو ترلاسه شوې دي.

د رسمي شمېرو له مخې، د کورونا له کبله د مړینې تازه شمېرې په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر ټولو لوړې هغه دي. دغه راز، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې بیا ۱۴۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا وزارت په وینا، د تازه شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۹ زره او ۲۳۶ ته او د له کبله یې د مړو شویو شمېر درې زره او ۱۴۵ ته رسېدلی دی.



په نړۍ کې تر اوسه له ۱۷۳ میلیونه او ۳۵۱ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې، له ۳ میلیونه او ۷۲۸ زرو نه ډېر هغه مړه شوي او له ۱۵۶ میلیونه او ۱۱۶ زرو نه ډېر کسان بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه هغه هېوادونه دي چې د نړۍ په کچه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې ډله کې، امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې تر ټولو ډېره قرباني اخیستې او تر ننه په‌کې له ۶۱۲ زرو نه ډېر کسان پر دغه ویروس د اخته کېدو له کبله مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام