د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، که راتلوونکو ۱۲ ورځو کې د کورونا ویرووس د مثبتو پېښو شمېر ډېر شو، نو په ټول هېواد کې به د کورونا ویرووس د مخنیوي لپاره په پراخه توګه محدودیتونه وضع کړي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزی وایي، سره له دې چې د کورونا ویرووس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي، خو وزارت یې د کنټرول لپاره پوره چمتووالی لري.
نوموړی د کورونا ویرووس درېیمه څپه ګواښوونکې بولي او له هېوادوالو غواړي چې د مخنیوي لپاره یې روغتیايي لارښوونو، په ځانګړې توګه په ورځ کې څو ځله د لاسونو وینځل، ماسک کارولو او له ګڼې ګوڼې څخه ځان ساتلو ته جدي پام وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د علیزي په وینا، د عامې روغتیا وزارت په پلان کې عمومي قرنطین نشته، خو که مثبتې پېښې همداسې مخ په لوړېدو وي، نو ځینو برخو کې به د قرنطین وړاندیز وکړي.
هغه وایي: «که چیرته لسو-دولسو ورځو کې پیښې لوړې نهشوې او بېرته ګراف په ټیټیدو شو، نو بیا به ضرورت د محدودیتونو د وضع کېدو نهوی، خو که چېرته دوام پیدا کړي او لس- ۱۲ ورځو کې ډیېرې شي، نو په هغه وخت کې به په ټولو برخو محدودیتونه وضع کېږی.»
د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړه چې د چین هېواد مرسته شوي ۷۰۰ زره ډوزه واکسین به ډېر ژر ولېږدول شي او د روغتیا د نړیوال سازمان د ژمنې شوې ۱۶ میلیونه ډوزه واکسین د ترلاسه کولو په اړه هم هڅې روانې دي.
په همدې حال کې یوشمېر ډاکټران وايي، که عام وګړي د اوس په څېر روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونهنیسي، وضعیت به ډېر ګواښونکی شي او ان له کنترول څخه به ووځي.
دوی وايي، د کورونا ویرووس د درېیمې څپې د ناروغانو علایم د لومړۍ هغې په څېر دي او ډېر کم توپیر لري.
- عامې روغتیا وزارت: کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۱۰ کسان مړه کړي
- خلکو ته د روغتیا وزارت خبرداری؛ که کورونا جدي ونه ګڼئ، ټول به پرې اخته شئ
- د کورونا د مثبتو پېښو ډېروالي په اړه د روغتیا وزارت خبرداری
کابل کې ډاکټر نجیب نثار سره له دې چې د کورونا ویرووس پر وړاندې د عامې روغتیا وزارت اقدامات مناسب بولي، خو وايي چې د هېواد لرې پرتو سیمو کې د کورونا پېښې ډېرې دي او وزارت یې ارقام نهلري.
دوی وویل: «واقعات کنترول کېږی، بستر او امکانات شته، اکسیجن شته، خو که مخ په زیاتېدو شې، نو بیا مشکله ده. ښايي په امکاناتو او رسیدنه کې ستونزی پیدا شې.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هېواد کې د کورونا ویروسو ۱۵۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې د کورونا ویرووس د خپرېدو له پیل څخه تر ټولو لوړې شمېرې دي.
اوسم په هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې تر ۷۳ زره او ۲۵۰ زیاتې شوي او د مړینې شمېرې یې هم ۲۹۷۴ ته رسیږي.