هېواد کې د کورونا د درېیمي څپې خپرېدو او ورځ تر بلې د مثبتو پېښو ډېروالي د عامي روغتیا وزارت چارواکي اندېښنمن کړي دي. د دغه وزارت مسوولان وايي، د خلکو نه پاملرنه د دغه ویروس د ډېر خپرېدو لامل بولي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزی وايي، ښاریان د دغه وزارت روغتیايي لارښوونې په پام کې نه نیسي او که لا هم ورته پام ونه کړي، د اختر په ورځو کې به وضیعت تر دې هم ناسم لوري ته ولاړ شي. هغه پر افغانانو غږ کوي چې د اختر په ورځو کې خپل روغتیايي وضعیت ته پام وکړي او هڅه دې وکړي چې یو د بل کورونو ته ولاړ نه شي.

بله‌خوا د سلام‌وطندار خبریالانو له یوشمېر ولایتونو څخه د کورونا ویروس پر وړاندې د خلکو د مبارزې په اړه معلومات را ټول کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ننګرهار کې د سلام‌وطندار راډیو خبریال امید دیدار وايي، خلک د روغتیايي لارښوونو او سپارښتنو له په پام کې نیولو پرته پر خپلو ورځنیو چارو بوخت دي. د نوموړي په وینا، د دغه ولایت اوسېدونکي د کورونا ویروس پر وړاندې بې‌احتیاطي کوي او ډېر کم‌شمېر کسان روغتیایي سپارښتنې په پام کې نیسي.



د هرات اوسېدونکي هم روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي او باور لري چې اوس د کورونا ویروس له منځه تللی دی. په دغه ولایت کې د سلام‌وطندار خبریال شکېب شمس وايي، له وروستیو څو اوونیو راهیسې په هرات کې د کورونا ویروس پېښې ډېرې شوي او عام خلک څه چې ان باسواده وګړي یې هم روغتیایي لارښوونې په پام کې نه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او ۲۵۷ نور پرې اخته شوي دي. د دغه وزارت په خبره، په همدې موده کې ۱۷۰ نور کسان بېرته رغېدلي هم دي.

د تازه شمېرو په ثبت سره اوس په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۶۰ زره او ۵۶۳ ته او د مړو شویو هغو هم ۲ زره او ۶۴۸ ته ورسېده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام