Asset 1SWN

کورونا په ۲۴ ساعتونو کې ۷ کسان مړه کړي او ۲۰۶ پرې اخته شوي

5f46698654305-270x152

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۸۷۷ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې ۷ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۲۰۶ نور پرې اخته شوي دي.

تازه پېښې په پنځلس ولایتونو کې ثبت شوې دي. په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې پر کورونا ۱۸۰ کسان بېرته رغېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د کورونا ویروس له پیل راهیسې یې په ټول هېواد کې د ۴۰۰ زره او ۴۱۲ کسانو نمونې کتلي چې د ۵۹ زره او ۵۷۶ هغو پایلې مثبتې ختلي او ۲ زره او ۶۱۸ نور بیا پر دغه ویروس د اخته کېدو له کبله مړه شوي دي. دغه راز، ۵۲ زره او ۹۷۴ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

په نړۍ کې بیا تر اوسه له ۱۴۹ میلیونه و ۳۷۷ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې په دې ډله کې له ۳ میلیونه او ۱۵۰ زرو نه ډېر یې مړه شوي او له ۱۲۷ میلیونه او ۵۶ زرو نه ډېر بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، فرانسه، روسیه او ترکیه هغه هېوادونه دي چې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوې دي. په دې ډله کې امریکا هغه هېواد هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې او تر اوسه په‌کې له ۵۸۷ زرو نه ډېر کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام