Asset 1SWN

یونېسف افغانستان کې د پولیو پېښو زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ

20200811_Afgh_Pak_Polio_Vaccines_PR

یونېسف روان کال د هېواد په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د درېوو مثبتو پېښو له ثبت وروسته د پولیو پېښو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) ویلي، چاپېریال کې د پولیو ویروس خپرېدو او پاکستان ته د افغانانو تګ‌راتګ ختیځ کې د ماشومانو ترمنځ د پولیو ناروغۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یونېسف سازمان کې د پولیو پروګرام د اړیکو مسوول کمال شاه سید سلام‌وطندار ته وویل: «روان کال افغانستان کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوي او دا د دې ښکارندوینه کوي، که د دې ناروغي مخه ونه نیول شي، امکان لري چې نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.»

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف زیاته کړې چې ټاکل شوې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د پراخېدو مخنیوي لپاره راتلونکې میلادي میاشت د افغانستان ختیځه حوزه کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړي.

د دغه بنسټ په وینا، دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو کم‌عمره یو اعشاریه یو میلیونه ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف مسوولان زیاتوي چې ټاکل شوې د هېواد په کچه ۱۰ میلیون ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د یوه سراسري کمپاین په ترڅ کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین تطبیق کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام