Asset 1SWN

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

polio-vaccine-pakistan

د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې نن دوشنبه د کب ۲۲مه د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین کې به تر پنځو کلونو کم‌عمره نهه میلیونه او ۲۰۰زره ماشومان واکسین شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې یوشمېر هغه کورنۍ چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکوي، له نورو کورنیو غواړي چې پر ګوزڼ ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي لپاره خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.

د کابل اوسېدونکې نازنین وویل: «یو اته میاشتنی ماشوم لرم او هره میاشت یې واکسینوم چې پر پولیو اخته نه‌شي. زه هرې کورنۍ ته توصیه کوم چې خپل له پنځه کلونو څخه کم عمره ماشوم د پولیو پر وړاندې واکسین کړي. د پولیو دوه څاڅکي واکسین اړین دی.»

له دې سره د عامې روغتیا وزارت د پولیو برخې رییس نېک‌ولي شاه مومن وویل، ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین چې تر راتلونکې پنجشنبې به دوام وکړي، له هلمند، غزني او د مرکزي ولایتونو له یوشمېر سړو سیمو پرته ټول هېواد کې تطبیقېږي.

نوموړي وویل: «دا په ټول هېواد کې سرتاسري کمپاین دی او زموږ هدف ۹.۲ میلیونه ماشومان دي چې عمرونه یې له پنځه کلنو ښکته او له شپږو میاشتو پورته وي. له غزني او هلمند پرته چې هلته به یوه اوونۍ وروسته پیل شي. د بامیان، دایکندي او غور یو‌شمېر ولسوالیو کې هوا سړه ده او د تطبیق امکان یې نشته.»

دا داسې مهال دی چې دې وروستیو کې یوشمېر رپوټونو کې اندېښنه ښوول شوې چې پاکستان څخه راګرځېدلو کسانو څځه به ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ ولېږدول شي.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو برخې رییس نېک‌ولي شاه مومن هم وايي، د ګوزن کومې پېښې چې روان کال د هېواد ختیځ کې ثبت شوي، ژنیتیکي خواص یې پاکستان کې فلج شویو ماشومانو ته ورته والی لري.

نوموړي وویل: «۲۰۲۳ کال کې کومه پېښه نه لرو افغانستان کې، خو محیطي سمپلې لرو چې د هېواد په ختیځ کې دي. موږ چې افغانستان کې د پولیو کومې پېښې لرو، جنیتکي جوړښت یې پاکستان سره ورته دی. موږ ډیورنډ کرښه کې منظم ټیمونه لرو او هغه ماشومان چې دواړو لوریو ته کډوالي کوي، واکسینوو یې.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان یوازینۍ دوه هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ په کې په بشپړه توګه له‌منځه نه ده تللې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام