د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې نن دوشنبه د کب ۲۲مه د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ چې څلور ورځې به دوام وکړي.

کابل کې یوشمېر هغه کورنۍ چې ماشومان یې د پولیو ضد واکسین کمپاین کې شاملېږي له نورو کورنیو غواړي چې پر ګوزڼ ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي لپاره خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.

کابل ښاروالي دیارلسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ

کابل ښاروالي نن د پلازمېنې اړوند دیارلسمه ناحیه کې د نیالیګو کېنولو کمپاین پیل کړ چې د مسوولانو په وینا، دې کمپاین کې به څه باندې ۲۰۰۰ نیالګي کېنول شي.

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې دغه کمپاین یې یاده ناحیه کې د نیالګیو کېنولو په اړه د عامه پوهاوي په موخه پیل کړی دی.

داعش ډلې بلخ کې پر خبریالانو د شوي برید مسوولیت پر غاړه واخیست

بلخ کې د خبریالانو پر یوې غونډې د شوې چاودنې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

العربیه رسنۍ راپور ورکړی چې داعش ډلې یکشنبه د کب ۲۱مه پر خپل ټلګرام اعلان کړی چې د بلخ مرکز مزارشریف ښار اړوند د خبریالانو پر غونډې د شنبې ورځې چاودنه دوی کړې ده.

فاریاب کې د یوه ماشوم جسد موندل شوی

د فاریاب د خواجه‌سبز‌پوش ولسوالي په «غذاري» کلي کې د هغه ماشوم جسد موندل شوی چې یوه اوونۍ مخکې لا درکه شوی و.

د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند حمیدا‌لله بت‌شکن سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ماشوم بسم‌الله نومېده او شپږ کلن و چې یوه اوونۍ وړاندې لادرکه شوی و.