د عامې روغتیا وزارت د روان ۲۰۲۳ کال د پولیو «ګوزنډ» ضد واکسین د کمپاین لومړنی فرعي پړاو نن دوشنبه د سلواغې درېیمه په ۱۶ ولایتونو کې د څلور ورځو لپاره پیل کړ.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو څخه کم عمره څه باندې پنځه میلیونه ماشومان واکسین شي.
نوموړي وویل: «د کابل په ګډون د هېواد په ختیځ، سوېل، سوېل ختیځ او د لوېدیځې حوزې د ۱۶ ولایتونو په ۱۷۸ ولسوالیو کې له پنځو کلونو کم عمره ۵.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین نن پیل شوی او تر څلور ورځو به دوام ولري.»
په ورته مهال د کابل یوشمېر اوسېدونکي ماشومانو ته د پولیو ضد د یاد کمپاین له پیل هرکلی کوي او وايي چې د دې کمپاین تطبیق سره به یې ماشومانو د ګوزنډ ناروغۍ څخه وژغورل شي.
د کابل ښار اوسېدونکې زحل انوري وویل: «کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته ټول واکسینونه ورکړي او موږ هم خپلو ماشومانو ته واکسین ورکوو چې زموږ د ماشوم او کورنۍ راتلونکې تضمین شي. د یاد کمپاین د تطبیق هدف هم د ماشومانو د ګوزنډ مخنیوی دی، که خپل ماشومان واکسین نهکړو، پر ګوزنډ اخته کېږي او فلج کېږي.»
د عامې روغتیا وزارت له لوري د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین نن په داسې حال کې پیلېږي چې په تېر یونیم کال کې یوشمېر واکسناتوران د نامعلومو وسلهوالو له لوري په نښه او وژل شوي دي.
خو عامې روغتیا وزارت وايي، تازه کمپاین کې له امنیتي مسوولانو سره بشپړه همغږي لري. په ورته وخت کې یوشمېر دیني عالمان هم له پنځو کلونو کمعمره ماشومانو لپاره د پولیو واکسین مهم ګڼي او زیاتوي چې هېڅ ډول شرعي ستونزه نهلري.
دیني عالم عبدالله احساني په دې اړه وايي: «د پولیو ضد واکسین د شریعت له پلوه ستونزه نهلري او وړاندیز مې دا دی چې کورنۍ باید هرومرو خپل اولادونه واکسین کړي او دا کار هم د کورنۍ او هم د ټولنې په ګټه دی.»
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال کې د پولیو واکسین کمپاین په نهو پړاونو کې ترسره شوی چې پرمټ یې هېواد کې پر یادې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر هم کم شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یاد وزارت د معلوماتو پربنسټ، تېر میلادي کال کې یوازې له کونړ او پکتیکا څخه د پولیو ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د یادونې وړ ده چې پاکستان او افغانستان دوه هغه هېوادونه دي چې تراوسه پهکې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه لهمنځه نه ده تللې.