Asset 1SWN

عامې روغتیا وزارت ۲۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی

3e699e07-4a3e-4a52-a2ea-979bc9c5288e_w1200_r1

د عامي روغتیا وزارت مسوولانو ویلي، د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې يې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د عامي روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان سلام‌وطندار ته ویلي چې دې کمپاین کې به ۷ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل چې د پولیو ضد واکسین کمپاین د هېواد په سوېلي، سوېل ختیځ او ختیځو ولایتونو کې پیل شوی چې د روانې اوونۍ د پنج‌شنبې تر ورځې به دوام ولري.

افغانستان کې د روان میلادي کال پرمهال د فلج دوه مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه يې په کونړ او بله يې په پکتیکا کې ده. خو افغانستان کې د یونېسف ویاند کمال شاه وايي، په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې به د پولیو ضد واکسین یوه اوونۍ وروسته پیل شي.

په ورته مهال روغتیاپالان او ډاکتران وايي چې فلج یوه ویروسي ناروغي ده او د ماشومان عصبي سېسټم ته زیان رسوي چې له امله یې ماشوم فلج کېږي.

د انتاني روغتون یو ډاکټر محمدصادق نعیمي له کورنیو غواړي چې خپل ماشومانو ته له فلج څخه د مخنیوي په موخه د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي.

په همدې حال کې یوشمېر دیني عالمان له کورنیو غواړي چې روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي او خپل ماشومان له دایمي فلج څخه وژغوري.

دیني عالم عبدالله احساني وویل: «له کورنیو غواړم چې روغتیايي سپارښتنې رعایت کړي او خپل ماشومانو ته واکسین ورکړي، څو د پولیو ناروغۍ څخه په امن کې پاتې شي او د پولیو واکسین تطبیق شریعت کې ستونزه نه لري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې د ماشومان د ګوزڼ ناروغي په‌کې په بشپړه توګه له‌منځه نه ده تللې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام