Asset 1SWN

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان د پولیو له‌منځه وړلو ته نږدې شوی

IMG_8558-crop

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې افغانستان تر بل هر وخته د ماشومانو د ګوزنډ (پولیو) له‌منځه وړلو ته نږدې شوی دی.

دغه سازمان نن (دوشنبه، لړم دویمه) په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان او پاکستان نړۍ کې یوازیني دوه هغه هېوادونه دي چې تراوسه په‌کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزنډ  ناروغي شتون لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دواړو هېوادونو کې ناامني د ګوزنډ ضد واکسین د تطبیق یوازینی خنډ بلل کېږي. په روان کال کې افغانستان کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د خپورو شویو معلوماتو پربنسټ، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې افغانستان کې د ماشومانو د ګوزنډ ۵۶ پېښې ثبت شوې وې چې دغه شمېر په ۲۰۲۱ کال کې څلورو پېښو ته راټیت شوی وو.

دغه سازمان ټينګار کړی چې افغانستان د ماشومانو د ګوزنډ ناروغۍ له‌منځه وړلو لپاره یو ښه فرصت لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۴۶۰۰۰ ډاکټران او نور روغتیاپالان د پولیو ناروغۍ برخه کې پر کار بوخت دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اکتوبر ۲۴مه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزنډ ناروغۍ د له‌منځه وړلو په موخه د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام