د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په ټول افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپایل پیل کړ. دغه کمپاین نن پیل شو.  یونیسف ویلي چې په دې پړاو کې به ماشومانو ته ویټامین «A» هم ورکړل شي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د پولیو د واکسین په دې کمپاین کې به په ټول افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۹،۹ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وایي: «ټاکل شوې په دې پړاو کې ۹،۹ میلیونه ماشومان واکسین شي. له بده مرغه چې د روان کال له پیله په پکتیکا کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. بله مثبته پېښه نه لرو، په داسې حال کې چې تېر کال څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې. موږ د پولیو له‌منځه‌ وړلو ته نږدې شوې یو او په دې برخه کې د ټولو همکاري اړینه ده.»

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هغه دوه هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په‌کې له منځه نه ده تللې. ډاکټران وایي، په تېر حکومت کې وزګارتیا او ناامني د دې لامل شوې چې دا ناروغۍ افغانستان کې پاتې شي.

ډاکټر محمد هاشم وهاج سلام‌وطندار ته ویلي، اسلامي امارت باید د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره باید جدي پاملرنه وکړي او دې برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د پولیو له څلورو مثبتو پېښو څخه درې یې په کندوز او بله یې په غزني ولایت کې ثبت شوې وه. یونسف هغه مهال یادې شمېرې د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره یو ښه فرصت بللی و.

پوليو یا ګوزڼ درملنه نه‌لري او يوازې د واکسين له لارې یې مخه نیول کېدای شي. په دې ناروغۍ اخته ماشومان د تل لپاره فلج کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام