د سې شنبې په ورځ ناڅرګندو وسله‌والو د ننګرهار په خوږیاڼو او سره رود ولسوالۍ او په جلال اباد ښار کې پنځه واکسیناتوران ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل. له دغو بریدونو وروسته پرون په ټول ننګرهار کې د پولیو کمپاین درېدلی او روغتیايي مسئوولان وايي، د کمپاین ځنډېدو سره شاوخوا ۳۵۰۰۰۰ ماشومان له واکسین پاتې شوي دي.

په ختیځ کې د پولیو عملیاتي مشر ډاکټر نجیب الله کاموال سلام‌وطندار ته ویلي، تر اوسه داسې هېڅ پلان نه شته چې له مخې دې له واکسینه پاتې ماشومانو ته بیاځلې واکسین وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «لنډ مهال له پاره موږ سره کوم پلان نه شته، په داسې شرایطو کې چې امنیت خراب وي. که اینده کې د وزارت کوم تصمیم و، هغه به بیا تاسې سره شریک کړو.»

هار اوسېدونکي هم د واکسیناتورانو وژلو اندېښمن کړي او له حکومت او ولس دواړو غواړي چې په ګډه د روغتیا په برخه کې د کار کوونکو د امنیت ساتنې ته پاملرنه وکړي.

په ننګرهار کې یو دیني عالم شاکرالله وایي، د مسلمانانو وژل حرام دي او واکسیناتوران چې بې طرفه خلک دی او د خلکو د  خدمت لپاره راوتلي دي، د دوی وژنه حرامه او ناروا ده.

په ورته مهال په ننګرهار کې مدني فعال نوراغا ځواک له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې د پولیو کمپاین دې بیا پیل کړي.

هغه وایي: «هر هغه څوک چې دا کړنه کوي، دا وحشیت دی. جنایت دی. د خلکو او حکومت ګډ مسئولیت دی، چې د دغسې پېښو مخه ونیسي. که خدای ناخواسته داسې پېښې رامنځته کېږي. دا پروسه درېږي. په نتیجه کې به یې زیاتره ماشومان په ګوزن اخته کېږي.»



د ننګرهار محلي چارواکي وايي، ولايتي اداره د دې تر څنګ چې د وژل شویو واکسیناتورانو قاتلینو پسې یې هڅې ګړندۍ کړي دي، د قرباني کورنیو سره مرستې کوي او د پولیو واکسینو د ښه تطبیق له پاره یې هم د ولایت له نورو ادارو سره په ګډه کار کوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي: «په لومړي قدم کې ولایتي اداره د شهیدانو کورنیو ته د رسېدګۍ هڅه کوي. موږ د اړوندو مرستندویه ادارو سره همغږي رامنځته کړی، چې څنګه وکولی شو، د پولیو واکسین تطبیق کړو. به دې برخه کې لا زیات کار کوو، هڅه داده هغه کړۍ چې دا ډول تروریستي اعمال ترسره کوي ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر ۳۰ مه نېټه هم په ننګرهار کې د پولیو واکسین درې ښځینه کارکوونکې په ډزو وژل شوې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام