که څه هم له اوونیو راهیسې له ۱۰۰ زیات کومانډو ځواکونه په تخار ولایت کې مېشت دي، خو لا تراوسه یې د طالبانو پر وړاندې کوم عملیات نه دی کړی.

یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې یاد شي، سلام‌وطندار ته وایي چې موده وړاندې څه باندې ۱۰۰ کومانډو ځواکونه د هوا له لارې د تخار مرکز تالقان ښار ته لېږدول شوي دي، خو تراوسه یې د ناڅرګنده لاملونو له کبله د طالبانو پر وړاندې یې هېڅ عملیات نه دي کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د تخار اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو له کمزوري مدیریت او ناغېړۍ څخه نیوکه کوي او وایي، په داسې حال کې چې افغان هوایي ځواکونه د طالبانو پر مورچلو بریدونه کوي او د دوی په پرتله د امنیتي ځواکونو شمېر هم زیات دی، ولې تراوسه حکومت په جګړه کې پرمختګ نه دی کړی او طالبان د ښار تر دروازو را رسېدلي دي.

د دوی په خبره، په داسې حال کې چې ولسوالۍ یو په بل پسې طالبانو ته پرېښودل کېږي او د تالقان ښار هم په بشپړه توګه تر کلابندۍ لاندې دی، کومانډو او نور ځواکونه کله د طالبانو پر وړاندې ګام پورته کوي؟

د تخار اوسېدونکی صدام‌حسین وایي: «تخار کې وضعیت د اندېښنې وړ دی، طالبانو د هرې ورځې په تېرېدو سره پر حکومت کړۍ راتنګه وي. محلي اداره وایي چې د طالبانو ځپلو لپاره عملیان کوي، خو تراوسه یې په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی. طالبان هره ورځ وړاندې راځي او پرمختګ کږي.«

په همدې حال کې د تخار ولایت اوسېدونکي وایي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې طالبانو د تالقانو ښار څنډو ته ځانونه رسولي او ورسره جګړه زیاته شوې وه چې طالبان یوازې ۱۰۰ متره له ښاره لرې وو.



دوی وایي، د هوایي ځواکونو په رارسېدو سره طالبان په شا تمبول شوي دي.

بل‌خوا د تخار د والي ویاند عبدالمعروف ا‌‌ذر وایي، ولسي پاڅونوال د جهادي مشرانو په مشري هڅه کوي چې د ښار امنیت ټينګ کړي او امنیتي ځواکونه هم د ښار او لویو لارو د امنیت خوندیتوب په لټه کې دي.

وموغوښتل د تخار مرکز تالقان ښار د اوسېدونکو د نیوکو په اړه د امنیتي مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرله پسې اړیکو سره-سره بیا هم بریالي نه شوو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام